سکھر۔16اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په موجودګۍ كښې وفاقي وزير اسد عمر سکھر كښې د سندھ 14 ضلعو له د 446 اربه روپو مېګا پرمختيائي منصوبو اعلان كړې۔ سكھر كښې دستورې ته خپل خطاب كښې هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان چې د سندھ كومو 14 ضلعې په مېګا منصوبو كښې شامل كړي دي هغو كښې بدین، حیدرآباد، لاړکانه ، ټنډوالہ یار، دادو، جیکب آباد، میرپورخاص، ټنډو محمدخان ، ګھوټکی ، خیرپور، نوشهروفیروز، سانګھړ،شکارپور او سکھر ضلع شامل ده۔ مېګا پرمختيائي منصوبو كښې تر ټولو لويه منصوبه 306 کلومیټر سکھر۔حیدرآبد موټروے شامل ده۔ په سندھ كښې به روهړي او د حېدرآباد په شمول يو شمېر رېلوے سټېشنز اپ ګرېډ كولے شي۔ مېګا منصوبو كښې 160 كليو ته د ګاز رسنې منصوبه هم شامل دي۔ هغه ووئيل سندھ د پاكستان تر ټولو زيات ګاز پېدا كوؤنكې صوبه ده ولې د بده مرغه د سندھ يو شمېر كلي د ګاز آساني نه لري۔ كومه ضلع كښې چې ګاز راوځي د هغې تر 5 كلوميټړه هر يو كلي ته به ګاز وركول باوري كولې شي۔ سندھ كښې د نئي ګاج ډېم منصوبه يوه پخوانۍ منصوبه ده د هغې جوړولو كښې سندھ حكومت د خپلې برخې اچولو نه انكار كړے دے۔ وزيراعظم ووئيل دا منصوبه به مونږ خپله ترسره كوؤ۔ دې سره به 28800 اېکړ رقبې ته اوبه ورسي۔ د وزیر اعظم د نوجوان پروګرام ترسېوري لاندې به 1000 ځوانان د 4.8 اربه قرضه ترلاسه كولې شي۔ د ډیجیټل سکل ټرېننګ پروګرام تر سېوري لاندې به 104617 زده كوؤنكو ته تربيه وركولې شي۔ 52 فیصده طالبعلمان لوړې زده كړې ترلاسه كولې شي۔ 130000 ځوانانو او انجونو ته به د لوبو آسانۍ وركولې شي۔ ۔ نادرا اېن آر سيز سنټر نه به 50 لكه ځائي وګړي ګټه پورته كولې شي۔ د 14 پاسپورټ دفترونو اپ ګرېډېشن نه به 2 لكھ وګړي د پاسپورټ ترلاسه كولو په لړ كښې استفاده كولې شي۔ د هائي سپيډ 3جی او 4 جی آسانۍ سره نه به 37 لکھ ودانۍ ته ګټه ورسي۔ 12 لکھ وګړي به د آپټیکل فائبر کېبل نېټ ورک نه ګټه پورته كړي۔ هغه خپل خطاب كښې ووئيل د سندھ ځوانان قابل او صلاحيت لرونكي دي۔ كه دوئي ته هنر وښودلې شي نو دوئي د نړۍ مقابله كولې شي۔
د وفاقي وزير اسد عمر سكھر كښې د سندھ 14 ضلعو له د 446 مېګا پرمختيائي منصوبو اعلان
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ