اسلام آباد 10 اګست(اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئېلي دي په جون 2020 كښې برآمدات 1.599 اربه ډالر وو او د جون 2021 په مهال برآمدات 1.130 اربه ډالره زياتوالي څخه تر 2.729 اربه ډالره رسېدلې۔د جون 2020 په مقابل كښې د جون 2021 په مهال مجموعي برآمدات 70.67 فيصد او د مئي 2021 په مقابل كښې جون 2021 كښې برآمدات كښې 63.32 فيصد زياتوالے رېكارډ كړے شوے۔د نهې په ورځ په خپل ټوېټ كښې ده ووئيل د معيشت جعلي افلاطونانو به هره ورځ بھاشن بازۍ لپاره ډنډوري كولې حالانکه هم دغه نالائقو معيشت دې حالت ته رارسولے ؤ۔ده ووئيل نن هېواد د کورونا وارئس وبا سره د جنګ كولو سره سره د معيشت بحالۍ پلو روان دے
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا