اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) لنډمهاله وزير ا??ظم انوار الحق کاکړ به د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره د ازبكستان دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل وزيرا??ظم به په 8م او 9م نومبر د ازبکستان په پايه تخت تاشقند كښې د اي سي او مشرانو په غونډه كښې ګدون كوي۔ وياندې ووئيل وزيرا??ظم به په غونډه كښې د ګډون كوٶنكو غړٶ هېوادونو مشرانو سره ملاقاتو??ه هم كوي۔ وياندې د فلسطين په اړه خبره كولو سره ووئيل چې پاکستان د فلسطين په صورتحال تشويش لري، د اسرائيل قابض ځواكونه په فلسطين كښې د جنګي جرمونو ارتكاب كوي٬ تېره ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د فلسطينيانو په ضد د ظلمونو په ضد قرارداد منظور كړے شوے٬ ملګرو ملتونو له به د غزه محاصرې خاتمې٬ د بمبارۍ لاره نيولو او په بشري بنيادونو د كراسنګ بېرته كولو په ضرورت زور راوړل وي۔ وياندې ووئيل چې هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو و کشمير كښې ظلمونه روان ساتلي دي ٬ په تېر?? مياشت كښې هندي قابض ځواكونو په مقبوضه سيمه كښې 17 كشميريان شهيدان كړي، د تېرو څو لسيزو راهسې په کشميريانو ظلمونه روان دي ۔ دې ووئيل هندي ايجنسۍ په پاکستان كښې په جاسوسۍ، ترهګرۍ او شرخوښۍ كښې ملوث دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ممتاز زهره بلوچ ووئيل پاكستان په غېر قانوني توګه د مېشته غېر ملكيانو په ضد د اېمېګرېشن په منصوبه عملدرآمد پېل كړې دې٬ پاكستان يو مياشت وړاندې په غېر قانوني توګه مېشته غېر ملكيانو ته د هېواد پرېښود وارننګ جاري كړې ٶ۔
لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ به د اقتصادي مرستې تنظيم مشرانو په غونډه كښې ګډون لپاره د ازبكستان دوره كوي۔ د خارجه دفتر ويانده
The Destiny of the Sun and the Moon Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : کڑک