اقوام متحدہ۔27ستمبر (اے پی پی) پاکستان په افغانستان كښې تحریک طالبان پاکستان (ټی ټی پی) منطقې او نړيوال امن او سلامتيا لپاره خطر ګرځولے دے۔ په مل??رو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د افغانستان په روانه وضعه د سلامتي كونسل په 15 كسيزه غونډه كښې خبردارے وركړے چې په افغانستان كښې د داعش ختمېدو څخه وروستو وړې ترهګرې ډلې په ټي ټي پي كښې شاملېدې شي كومې چې د منطقې او نړيوال امن لپاره خطر دي۔ ده ووئيل تر كومې چې ټي ټي بي او نور ترهګرې ډلې ختمې كړې شوې نه وي هغه به د افغانستان ګاونډي هېوادونو لپاره او په ممكنه توګه نړيوالې ورورولۍ لپاره ټول عمري خطري پاتې كېږي۔ ده ووئيل ټي ټي پي په پاكستاني پوځي پوستو او د پاكستان دننه د تره??رو بريدونو ذمه وار دے۔ د نامې اخستو نه غېر هند پلو اشاره كښې ده ووئيل په منطقه كښې د حالاتو خرابوونكو هېوادونو لخوا د ټي ټي پي سرپرستۍ سره اندېښنې سوا شوي۔ ده د طالبان حكومت د داعش خراسان او داعش تره??رو په ضد جنګ كښی د ترلا??ه شوو ځينو كاميابو په اړه هم خبره وكړه۔ ده زياته كړه چې پاكستان ته په فوري توګه او لويې خطر د ټي ټي پي رامخې ته دے د كوم د لاسه چې د پاكستان د سوؤنو په شمېر مېړني ځوانان او وګړي شهيدان شوي دي۔ ده ووئيل د پاكستان دننه په ټي ټي پي بريدونو كښې زياتره افغان وګړي شامل دي۔ منېر اكرم ووئيل افغان حكومت افغانستان لپاره د پاكستان خاص استازي آصف دراني ته په دې بريدونو كښې د ككړو ټي ټي پي عناصرو په ضد د كارروايۍ باور هم وركړے دے۔ پاكستان به د باور وړ تګلارې سره د عملدرآمد اقداماتو ه??كل?? كوي۔ ده ووئيل پاكستان څخه افغانستان ته د ډالر قاچاق د پاكستان معيشت او د پاكستاني كرنسۍ قدر ته زيات زيان رسولے دے بيا هم د دې په ضد حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې صورتحال مستحكم شوے ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې افغان بېنكنګ سسټم بايد بحال كړے شي٬ بهر هېوادونو كښې د افغانستان اثاثې دې ريليز كړې شي او هغه دې افغانستان ته بېرته وركړې شي ٬ دغسې پرمختيائي منصوبو لپاره دې د افغانستان مالي مرسته بحال كړې شي۔ ده ووئيل د پاکستان۔افغانستان۔ منځنۍ آسیا سره سره د پاکستان-چین او افغانستان ترمينځه د سيمه ايز تړون منصوبو زر تر زره عملي كېدو ته لېواله يوو۔
ټي ټي پي د منطقې او نړيوال امن او سلامتيا لپاره خطر دے ٬ د افغانستان بهرنيو هيوادونو كښې پرتې اثاثې دې ريليز كړې شي٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي د سلامتي كونسل غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه
Apollo Rise Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون