اسلام آباد 03 اپریل(اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عمران خان او تحريك انصاف بائد د ادارو تذليل كولو او په دوي د فشار اچولو څخه ډډه وكړي٬عمران خان د خپل ګوند د غېر ملكي فنډنګ په اړه حساب وركولو په ځاې د الېكشن كمېشن دائره كار چېلنج كوي٬د تحريك انصاف بهرنې فنډنګ كه سپيځلې دے نو الېكشن كمېشن ته دې ليكلې ځواب وركړي۔عمران خان د ځواب وركولو په ځاې پوښتنه كوي او كله چې د ده نه پوښتنه وشي نو كنځلې كوي٬د تحريك انصاف بهرني ډونرز څخه ترلاسه كېدونكې فنډنګ كه سپيځلې وي نو دوي بايد الېكشن كمېشن ته ليكلې ځواب وركړي۔شخصي ټي وي چينل سره په خبرو كښې دوهمې وزيرې ووئيل د تحريك انصاف د ګوند فنډننګ او د پي ټي آئي په ضد د عدالت سپكاوي كيس اورېدنه الېكشن كمېشن كښې وشوه او په دې مهال د عمران خان وكيل انور منصور يو وارې بيا د الېكشن كمېشن د اورېدنې دائره چېلنج كړه۔دوهمې وزيرې ووئيل كوم څيزونه چې سپيځلتيا نه لري يا هغه پټ ساتل مقصود وي نو د هغې په اړه داسې بيانونه وركولې شي۔ مريم اورنګزېب ووئېل عمران خان د دې نه وړاندې هم د هائي كورټ او سپريم كورټ دائره كار چېلنج كړی۔دوهمې وزيرې ووئيل كله چې د عمران نه ځواب غوښتلې شي نو دهغه رويه هم دا وي٬هغه استثنٰی هم غواړي او دائره كار هم چېلنج كوي۔دې سره سره په سړكونو او جلسو كښې د حكومت او ادارو په ضد نعرې وهي ولې د خپلې تلاشي وركولو څخه انكار كوي۔دوهمې وزيرې ووئيل د دوه كلونو نه الېكشن كمېشن چې كله هم ليكلې ځواب وغواړي نو عمرا ن خان پوښتنه كوي ۔مريم اورنګزېب ووئيل كه د پي ټي آئي ګوند اكاؤنټس متنازع دي نو دغه دې تسليم كړي
عمران خان او تحريك انصاف بائد د ادارو تذليل او په دوي د فشار راوړلو څخه ډډه وكړي
مضمون کا ماخذ : رومن دولت