اسلام آباد۔06ستمبر(اے پی پی) صدرمملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي 6 ستمبر زمونږ د دفاع او شهيدانو ورځ ٬ زمونږ په تاريخ كښې د هغه مړانې ٬ هېواد سره د مينې ا?? د ??رض ادا كولو شوق علامت دے د كوم څرګندونه چې زمونږ مېړني قام او پوځ كړې وه۔ د اتوار په ورځ د پاكستان دفاع ورځې په موقعه جاري كړې شوي خپل پېغام كښې هغه ووئيل د نن نه 56 كاله وړاندې د پاك پوځ اعلی چارواكو او ځوانانو د ځانګړې مړانې او پېشه ورو صلاحيتونو بشپړه څرګندونه كولو سره د دښمن ناپاكه ارادې خاورو سره سمې كړې وې۔ د پاكستان بري ٬ بحري او فضائي پوځون?? د ??ول اولس په مرسته دښمن ته په هر يو محاذ ماتې وركړه۔ ??در ووئيل زه هغه ټولو اعلی چارواكو او ځوانانو ته سلام كوم كومو چې د وطن دفاع لپاره د مړانې څرګندونه كولو سره خپل ځانونه قربان كړل۔ ??در مملكت ووئيل مونږ خپل چاپېرچل كښې د رامخې ته كېدونكو ټولو بدلونونو نه ښه خبر يؤ۔ مونږ د امن عزم لرؤ او امن له مينځه وړونكې هره منصوبه ناكامه كولو له چمتو يؤ۔ هغه ووئيل مونږ به د مقبوضه كشمير په اړه د خپل اصولي دريځ نه كله شاته نه شؤ۔ مونږ د ملګرو ملتون?? د ??راردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره هغوي سره ولاړ يؤ۔ ??در مملكت قام ته ووئيل چې راځۍ يو وارې بيا په هېواد خپل ځانونه قربانوؤنكو اتلانو ته سلام وكړؤ او ددې عزم پخلے وكړؤ چې مونږ به د ستمبر جذبه په زړونو كښې ساتلو سره د قام سوكاله سباؤن ا?? د ??اكستان سلامتيا باوري كولو له خپل كردار ترسره كوؤ۔
د صدرمملکت ډاكټر عارف علوی د دفاع ورځې په موقعه پېغام
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا