لاهور۔8اکتوبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې آډيو ليك د عمران خان د سازش ټوله ډ??ام?? په ډاګه كړه ٬ پن??اب كښې كه د مركز په ډول په آئيني توګه كوم سياسي بدلون راځي نو چا ته به اعتراض نه و??۔ ده د خالي په ورځ په لاهور كښی سپېشل سېنټرل عدالت ته د وړاندې كېدو نه وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ ده و??ئيل هر يو بايد د قانون احترام وكړي۔ زه د قانون په احترام كښې نن عدالت ته وړاندې شوې يم۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزير اعظم ووئيل پن??اب كښې كه د مركز په ډول په آئيني توګه كوم سياسي بدلون راځي نو چا ته به اعتراض نه و??۔ ده و??ئيل ما د عمران په ډول دروغژن سړے كله ليدلې نه دے۔ هغه په آډيو ليك كښې اعتراف كوي چې هغه 5 كسان اخستې دي۔ ده و??ئيل عمران خان به خپله دا وئيل څوك چې ضمير خرڅوي د هغه لوريانو سره به څوك نكاح نه كوي۔ ده و??ئيل د عمران خان د لاسه د امريكا په شمول نورو هېوادونو سره زمونږ اړيكې ځپلې شوي دي۔ ده و??ئيل عدالت مريم په مېرټ بري كړه۔ د عمران لخوا په مريم نواز تور د غندنې وړ دے۔ وزيراعظم ووئيل شاهد حاقان عباسي ٬ احسن اقبال او رانا ثناﺀ الله جراﺀت سره زندان خوړلے دے۔ وزيراعظم ووئيل په بي آر ټي كښې د 100 اربه روپو غبن شوے دے ٬ پلټنې روانې دي۔ وزيراعظم ووئيل عمران خان به دا تور لګولو چې موجوده حكومت د بهرني سازش د لارې رامخې ته شوې دې۔ دا ټول د عمران خان دروغ او يوه ډرامه و??۔ ده و??ئيل عمران خان پاكستان په نړۍ كښې رسوا كړو۔ وزیراعظم ووئيل عمران نيازي دې په خپل دور كښې ده ته د وركړې شوې اېن آر او حساب وركړي٬ نواز شريف عدالت ته وړاندې شو خو كله يۍ هم اېن آر او نه ده غوښتلې۔ ده و??ئيل علیمہ خان ته په دبۍ او امريكا كښې د اثاثو په پټولو اېن آر او چا وركړه۔ ده و??ئيل مونږ پاكستان د نړۍ يو عظيم طاقت جوړ كړے دے۔ ده و??ئيل نېب نواز شريف سل ورځې د روزانه په بنياد طلب كړے۔ ده و??ئيل د عدالت نه مو كله هم اېن آر او نه ده غوښتلې۔ وزيراعظم عمران نيازي مخاطب كولو سره و??ئيل چې د رياست مدينه تصور خو دا دې چې د حضرت عمر فاروق (رض) په دور كښې هغه خپل ځوي ته د 40 درهمو زياتې منافعې په بېت المال كښې د جمع كولو امر وكړو۔ د كوئلې په دلالۍ كښی يۍ مخ تور دے او د رياست مدينه خبرې كوي۔ ده و??ئيل يره محسوسوم او وجود مې رپېږي كله چې عمران خان د رياست مدينه خبرې كوي او دروغ وائي۔ پاك پروردګار دې مونږ ته هغه ورځ وښائي چې كله زمونږ په هېواد كښې د مصطفی (ص) نظام نافذ شي۔ ده و??ئيل زه 22 كروړه اولس ته خواست كوم چې د خپل كور كسانو سره سوچ وكړۍ٬ ما په ګورنسس كښې خپله و??نه خوله بهولې ده٬ نواز شريف د پاكستان لپاره زياتې قربانۍ وركړې دي۔ د هغه په دور كښې پاكستان يو اتومي قوت جوړ شو۔ د 20 ٬ 20 ګھنټو لوډشېډنګ ختم شو٬ مېټرو او پبلك ټرانسپورټ پېل شو٬ د كسانانو ټيوب وېلونو ته ارزانه برېښنا وركړې شوه۔ كله چې د عمران نه حكومت واخستې شو نو د هېواد معيشت په پرېوتو وو٬ هېواد دېواليه كېدو پلو روان وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??وئيل زما او زما د لارښود سياسي کېپیټل دې يو وارې نه په كروړونو ځله په هېواد قربان وي۔ كه پاكستان سوكاله كېږي نو پاكستانې اولس به د ناروغتيا او بې وزلۍ نه بهر راوځي او د دې نه به زياته ښه خبره بله كومه و??۔
آډيو ليك د عمران خان د سازش ټوله ډرامه په ډاګه كړه ٬ پنجاب كښې كه د مركز په ډول كوم سياسي بدلون راځي نو چا ته به اعتراض نه وي۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری