کراچی۔9اپریل (اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د 1973 آئين زمونږ ملي تګلاره او د وفاق زنځير دے۔ د بلاول هاؤس ميډيا سيل لخوا جاري شوي بيان ترمخه هغه د 1973ء د آئين د ګولډن جوبلي په موقعه ټول اولس ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل د كال 1973 آئين د هېواد د اولني ټاكلي شوي وزيراعم شهيد ذوالفقار ??لي بھټو اولس ته يوه ډالۍ او يو امانت دے۔ ده ووئيل هغه ټولو سياسي مشرانو ته سلام وړاندې كوو كومو چ?? قام لپاره د يو متفقه آئي?? په جوړولو ك??ې خپل كردار ??رسره كړو۔ ده ووئيل 14 اګست 1947 څخه وروستو زمونږ د قومي تاريخ دويمه مهمه ورځ د 10 اپرېل 1973 ده۔ ده ووئيل زمونږ هېواد يو اسلامي هېواد دے او زمونږ د آئين روح اسلامي تعليمات دي۔ زمونږ هېواد د جمهوريت پسندو هېواد دے ٬ زمونږ دستور يو جمهوري دستور دے۔ ده ووئيل د آئي?? په جوړولو او د دې په ساتلو كښې پيپلز ګود ځانګړے تاريخ لري۔ شهیدې محترمه بېنظیر بھټو د آمر ضیاء الحق او پخواني صدر آصف علي زرداري د جنرال پروېز مشرف لخوا په آئين كښې كړې بدلونونه كاميابۍ سره لرې كولو سره د كال 1973 آئی?? په خپل حقيقي شكل كښې بحال كړو۔ ده ووئيل پاکستان پیپلز ګوند د آئين حفاظت ٬ په دې عملدرآمد او جمهوري نظام سره ولاړ دے او آئين د موم پوزه ګڼونكي سوچ ته د ماتې وركولو عزم لري۔
د 1973 آئين زمونږ ملي تګلاره او د وفاق زنځير دے٬ بلاول بھټو زرداري
Groundhog Harvest APP game website
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش