په ممنوعه فنډنګ کېس كښې د اليکشن کميشن پرېكړه د آئين او قانون له مخې ده٬ بايد د پرېكړې احترام وكړے شي۔ د وفاقي وزير خورشيد شاه پرېس کنفرنس
Auto Roulette Honest Website
APP30-020822
ISLAMABAD: August 02 - Federal Minister for Water Resources Syed Khurshid Ahmed Shah with Adviser to the Prime Minister on Kashmir Affairs and Gilgit Baltistan Qamar Zaman Kaira addressing a press conference at PID media center. APP photo by Saleem Rana
اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د آبي وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد احمد شاه وئيلي دي په ممنوعه فنډنګ کېس كښې د اليکشن کميشن پرېكړه د آئين او قانون له مخې ده٬ بايد د پرېكړې احترام وكړے شي٬ د هېواد دښمنانانو څخه پېسه اخستل او اولس ته دهوكه وركول ظلم دے، پي ټي آئي د هېواد معيشت ته ډېر زيان رسولے ٬ عمران خان په تورونو لګولو د معاملې متنازعه كولو هڅه كوي،۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وزيراعظم صلاحكار قمر زمان سره خبري كنفرنس ??ه خپلې وېنا كښې وكړه۔ سيد خورشيد شاه ووئيل ممنوعه فنډنګ كېس اته ??اله راهسې په التواء كښې ؤ ۔ الېکشن کمېشن د تورونو لګېدو باوجود چې كومه پرېكړه كړې ھغه خوشبينه ده۔ ده ووئيل سياست مدارو له د اولس په وړاندې دروغ وئيل پكار نه د??٬ عمران خان اته ??اله قام سره سره نړيوالې ورورولۍ ته ??م دروغ وئيلي دي خو ممنوعه فنډنګ ثابت شو٬ ده ووئېل د پي ټي آئي په ضد كېس پيپلزپارټۍ٬ مسلم ليګ(ن) ، جے يوآئي (ف)، اے ??ېن پي يو نورو ګوندونو نه بلكې د ګوند فنانس ??ېكرټري كړے ٶ٬ هند او يهوديانو څخه اقتدار لپاره تحريك انصاف پېسې اخستې٬ قام له په دې لړ كښې سوچ پكار دے٬ ده ووئېل زمونږ د ګوند چارو دې هم ضرور تحقيقات وكړے شي٬ مونږ به نه تخښتو٬ د آئيني ادارو او د کابينې ذمه واري ده چې ھغوي د آئين او قانون له مخې پرېكړه وكړي