حیدرآباد 29 اکتوبر(اے پي پي) د سندھ زرعی یونیورسټي ټنډو جام د انسټی ټیوټ آف فوډ سائنس اینډ ټیکنالوجی څانګي ایسوسی ایټ پروفیسري ډاکټر تسین فاطمه میانوکی د کیلې په تحقیق اډانه کتاب ‘‘بنانا ريسيپی’’ چاپ شوے۔ د کتاب د مخ كتنې دستوره سندھ زرعي یونیورسټي ټنډو جام كښې وشوه۔ اسټوډنټ ټیچر انګیجمنټ پروګرام په مرسته د ليكلي شوي کتاب د مخ كتنې دستوره د وائس چانسلر ډاکټر فتح مري ، د سندھ آفس اېف اے او مشر جیمز رابرټ اوکوتھ او بېل ډینز وكړه۔ په دې موقع د سندھ زرعی یونیورسټۍ وائس چانسلر ډاکټر فتح مري و??ئي?? د سندھ زرعي یونیورسټي د نوو نسلونو لپاره فوډ سیکیورټی كښې د مسئلو حل له د خپلو پوهانو د لارې په جدید تحقیق انحصار کوي او دا كتاب په خاص توګه د فوډ ټیکنالوجی په ا??ه ليكلے شوے۔ دا کتاب به زدكوونكو ، پیشه وره كسانو او د نجي څانګې سرمایه کارو لپاره زيات ګټه ور وي۔ د فیکلټی آف ایګریکلچرل انجینئرنګ ډین ډاکټر الطاف علی سیال و??ئي?? زرعی مصنوعات له په تجارتی بنیادونو ودې وركولو لپار?? نور تحقیق او نوې پراجیکټس ته اړتيا ده۔ کتاب كښې شامل ترکیبونه د خوراك څانګې لپار?? نوې ټیکنالوجی او غذائی مصنوعات جوړولو كښې کارآمد ثابتېدې شي۔ د اېف اے او سندھ مشر جیمز رابرټ اوکوتھ تعلیمی ادارو سره سره د اېف اے او مرستي تفصیلات وښودل،چې مقصد ئې د كوټلې زراعت غذائی نظام مرسته كول دي، د کتاب لېكوالې او دانسټی ټیوټ آف فوډ سائنسز اینډ ټیکنالوجی ایسوسی ایټ پروفیسري تحسین فاطمه میانو و??ئي?? د کیلې څخه جوړ شوي چپس او مورنيګا پاؤډر او بېل مصنوعات په مارکیټ كښې ډېره غوښتنه او ګنجائش لري۔دې سره د ښارونو او كليوالو ميرمنو لپاره د کاروبار زياتي موقعې راپيدا كيدې شي،دي و??ئي?? ریسیپی بك كښې شامل ترکیبونه آسان او په ښه ډول ليكلې شوي، دغسې د هر عمر كسان او په خاص توګه د ماشومانو لپاره صحت افزاﺀ خوراك جوړېدې شي۔ اے پي پي سره په خپلو كښې كښې ډاکټر تحسین فاطمه ميانو و??ئي?? په دې كتاب كښې 27 ترکیبونه دي او دا د یونیورسټۍ په كچه ليكلے شوے وړومبې كتاب دے۔ ډین آف اینیمل هسبنډری اینډ ویټرنری سائنسز ډاکټر غیاث الدین شاه راشدي و??ئي?? کیله كښې د مائیکرو نیوټرینټس له امله د هر عمر وګړو لپاره مختلفه غذائي ګټه شته ۔ په دې موقع د یونیورسټی ایډوانسمنټ اینډ فنانشل اسسټنس ډائریکټر ډاکټر محمد اسماعیل کنبھر، اورك ډائریکټري پروفیسري ډاکټر تنویر فاطمه ميانو او نورو هم خطاب وكړو۔په دې موقع د مورنيګا څخه جوړو شوو د بېا بېلو څيزونو سټال هم لګولے شوے ؤ۔
د سندھ زرعي پوهنتون ، د ټنډو جام ایسوسی ایټ پروفیسري ډاکټر تحسین فاطمه میانو په تحقیق اډانه کتاب ‘‘بنانا ريسيپی’’ چاپ شو ٬ په دې کتاب كښې 27 ترکیبونه موجود دي، دا د پوهنتون په كچه ليكلے شوے وړومبې كتاب دے: ډاکټر تحسین فاطمه ميانو
T1 इलेक्ट्रॉनिक्स आधिकारिक मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب