اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته او رابطه كاري يو اوږد تاريخ لري٬ زمونږ اړيكې په مذهبي ، كلتوري او اخلاقي اقدارو اډانه دي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د مسجد نبوي صلي الله عليه واله وسلم امام ډاکټر صلالح بن محمد البدير په مشرۍ كښې د پاكستان دوره كو??كي پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن مسجد نبويۖ د امام هركلي كو??و سره ووئيل ستاسو راتګ زمونږ لپاره د خوشحالۍ خبره ده، ستاسو دلته موجودګي د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د قوي او ورورولۍ اړيكو مظهر ده۔ ده ووئيل شاه سلم??ن بن عبدالعزيز السعود او ولي عهد محمد بن سلمان په مشرۍ كښې سعودي عرب تل د پاكستان مخلص دوست پاتې شوے٬ د منطقې د مجموعي صورتحال ذكر كو??و سره ده ووئيل د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې پاکستان سعودي عرب سره اوږه په اوږه ولاړ دے او مونږ له به په منطقه او نړۍ كښې امن او استحكام باوري كو??و لپاره په ګډه كار كو?? وي۔ د سېنېټ چيئرمې?? ډاکټر صلاح بن محمد البدير د پاكستان دوره مهمه ګرځولو سره ووئيل دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستي او ورورولي لا مستحكمولو له مرستياله وګرځي۔ سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل ترهګري انتها پسندي د پاکستان او سعودي عرب لپاره مشتركه چېلنج دے او اسلامي نړۍ ته د رامخې ته مسئلو حل لپاره په ګډه كار كو??و ته اړتيا ده٬ دا مهال د اسلامي نړۍ په صفونو كښې اتحاد د وخت مهم ضرورت دے۔ ده په نړۍ كښې د اسلامو فوبيا په زيات شوي رجحان د ادنېښنې څرګندونه كو??و سره د اسلام فوبيا مخنيوي لپاره مشتركه تګلاره ضروري وګرځوله۔ د سېنېټ چيئرمېن په دې موقع د کشمير او فلسطين په مسئله رڼا اچولو سره ووئيل هندي ځواكونو په مقبوضه کشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو انتها كړې٬ په مقبوضه سيمه كښې بشري حقونه د پښو لاندې كو??و بدترين مثال جوړ كړے شوے ۔ ده ووئيل پاكستان د كشميريانو د هيلو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كو??سل قراردادونو له مخې د کشمير مسئله حل كو?? غواړي۔ سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل په فلسطين كښې اسرائيلي ځواكونو د ظلم او بربريت انتها وكړه٬ نړيوالو قامونو په خاص توګه اسلامي نړۍ له په دې شخړو نه يوازې موثره غږ پورته كو?? پكار دي بلكې اوس په عملي توګه اقدامات كو?? ضروري دي۔ په دې موقع ډاکټر صالح بن عبدالله البدير د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په زړه بوري هركلي او عقيدت د دوي مننه كو??و سره ووئيل سعودي عرب پاکستان سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ زمونږ لپاره پاكستان يو مهم هېواد دے٬ پاكستان تل د سعودي عرب په هر فورم ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل زه پاكستان ته په راتګ ډېر خوشحاله شوے يم او هيله ده چې مونږ به په دا ډول دورو كښې لا زياتولې وكړو دغسې چې مونګ مشتركه مرستې او اداره جاتي رابطه کاري ته وده وركړې شو۔ په دې موقع د پاکستان پرمختګ٬ خوشحالۍ او په هېواد كښې امن لپاره دعا هم وكړې شوه۔
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د مسجد نبويۖ امام ډاکټر صلالح بن محمد البدير په مشرۍ كښې پلاوي وليدل
Jackpot Slot Machine Reliable Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria