اسلام آباد۔6 ا??ست(اے پی پی) قامي اسمبلۍ د ټاكنو (دويم ترميمي) بل 2024ء منظوری وركړې چې له مخې به يۍ د ټاكلې آئيني مودې څخه وروستو كوم هم غړے په يو ګوند كښې له شاملېدو وروستو بل ګوند كښې شاملېدے نه شي٬ كوم ګوند چې م??صو?? چوكو لپاره خپل ترجيحي فهرست جمع نه كړي هغه به د م??صو?? چوكو جوګھ نه وي٬ ريټرنګ آفيسر سره د پارټي ټكټ نه جمع كونكے كانديد به آزاد ګنړلے ??ي۔ د ن??ې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پارليماني چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن رانا ارادت شريف خان د ټاكنو (دويم ترميمي) بل 2024ء په اړه د كمېټۍ رپورټ ايوان ته وړاندې كړو۔ بلال اظهر کیانی تحريك وړاندې كړو چې د ټاكنو (دويم ترميمي) بل 2024ء باندې غور كولو لپاره دې اړوندې قاعدې معطل كړې شي٬ ايوان څخه د تحريك منظورېدو وروستو بلال اظهر کیانی تحریک وړاندې كړو چې په ياد شوي بل دې د قائمه كمېټۍ په رپورټ كړي صورت سمدستي غور وكړے ??ي۔ په دې مهال د سني اتحاد كونسل غړو صاحبزادہ صبغت اللہ او علی محمد خان په بل كښې بدلونونه وړاندې كړل د كومو چې د قانون او پارليماني چارو وفاقي وزير مخالفت وكړو۔ اعظم نذیر تارړ ووئيل د آئين د آرټيكل 51 او 106 لاندې داسې ګوند كوم چې دې پلېټ فارم څخه په ټاكنو كښې برخه اخستې نه وي هغې ته م??صو?? چوكۍ وركړې كېدې نه ??ي۔ بلال اظهر کیانی ووئيل كوم بدلونونه چې راوړلې شوي هغه وړاندې څخه په آئين كښې درج دي٬ ريټرنګ آفيسر سره د پارټۍ ټكټ نه جمع كونكے كانديد به آزاد ګنړلے شي٬ دويم بدلون دا دے چې تر ټاكلې مودې كوم ګوند م??صو?? چوكو لپاره خپل ترجيحي فهرست جمع نه كړي هغه به د م??صو?? چوكو جوګه نه وي۔ دې سره سره درېم بدلون دا دے چې يو وارې كوم آزاد غړے د ټاكلے كېدو څخه وروستو په كوم ګوند كښې شموليت اختيار كړي نو هغه به بيا كوم بل ګوند كښې شاملېدے نه ??ي۔ دا شقونه په آئين او قانون كښې موجود دي۔ بلال اظهر کیانی تحريك وړاندې كړو چې دا ټاكنو (دويم بدلون) بل 2024ء دې منظور كړے ??ي۔ دغسې قامي اسمبلۍ د بل منظوري وركړه۔
قامي اسمبلۍ د ټاكنو (دويم ترميمې) بل 2024ء منظوری وركړه
China Resources Sports Official Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔