حسن ابدال۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي د پاكستان حكومت سكھ ياتريانو ته آسانۍ وركول له هر ډول ممكنه وسائل كاروي دغسې چې دوئي كومې هم ستونزې سره مخ نه شي٬ د سكھ ??رو??ولۍ د مقدس ځايونو رنګ روغن روان دے٬ سكھ ??رو??ولي د ټرېن په سفر كښې آساني محسوسوي ځكه مو دوئي دې ځايې ته د ټرېن د لارې راوستلې دي٬ هندي حكومت ته هم وايؤ چې هغوي هم سكھ ياتريانو لپاره د خصوصي ټرېنونو چلولو اقدامات وكړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګوردوارہ پنجه صاحب حسن ابدال كښې هند او ګردې نړۍ څخه راغلې سكھ ياتريانو ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دستورې ته صوبائی وزیر رمیش سنګھ اروړہ، ایډیشنل سې??رټ??ی شرائن رانا شاهد او ګردې نړۍ څخه د راغلې سكھ ياتريانو لارښودو هم خطاب وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان?? اولس ته دا اعزاز ترلاسه دے چې د سكھ مذهب څومره هم مقدس ځايونه دي هغه پاكستان كښې دي۔ ده ووئيل په سيالكوټ كښې كرتار پور دے هغه هم د سكھ مذهب ستر مقدس ځايې دې۔ ده ووئيل ټول مذهبونه تشدد نه بلكې مينه ښائي۔ ده ووئيل زه غواړم چې سكھ ياتريانو ته زياتې نه زياتې آسانۍ وركړې شي دغسې چې هغوي مقدس ځايونو ته په رسېدو كښې كومې ستونزې سره مخ نه ش?? او مونږ په دې وياړو چې مونږ د خپلو ورونړو خوېندو كوربتوب كړے دے۔ ده سكھ ياتريانو ته د بېساكھي مېلې مباركي وركولو سره ووئيل تاسو دې ټول عمري خوشحاله آو آباد ??سۍ?? د دستورې په پايه كښې د سكھ لارښودو لخوا وفاقي وزير خواجه آصف ته روایتی څادر (سروپا) وړاندے كړے شو۔
حكومت سكھ ياتريانو ته آسانۍ وركولو له ټول ممكنه وسائل كاروي٬ خواجه آصف
Astronaut Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ