اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي چې په پاکستان كښې ټولټاكنې په سولیيز ډول او بریالیتوب سره ترسره شوې، د مستحكم او جمهوري ټولنې عزم سره وكړې شوې٬ د ټولټاكنو په اړه د ځینو هيوادونو او تنظيمونو څرګندونې نه رد كيدونكي حقيقتونه له پامه غورځوي٬ د انټرنیټ بندول ترهګرۍ څخه ساتنې لپاره وو۔ د خالي په ورځ په جاري شوي يو بيان كښې د خارجه دفتر وياندې و??ئيل چې د ټولټاكنو په اړه د ځينو هېوادونو او تنظيمونو بيانونه مو ليدلي دي او په دې بيانونو كښې په منفي لهجه راته حېرانتيا شوې ده٬ ځينې بيانونه د ټاكنو پېچلې عمل تر نظر لاندے نه ساتي او نه دا تسليموي چې د كروړونو په شمېر پاكستاني وګړي دې آزادۍ جوش او جذبې سره د ووټ حق وكاروي۔ دا بيانونه نه رد كېدونكو حقيقتونو څخه سترګې پټوي۔ دې و??ئيل ټول ټاكنې په سولييز ډول او برياليتوب سره ترسره شوې٬ د غېر ملكي سپانسر شوې ترهګرۍ څخه امنيت ته په پېښو خطرو قابو وموندلے شو۔ دې و??ئيل ځينې بيانونه حقيقت سره هېڅ تعلق نه لري٬ په ګرد هېواد كښې انټرنېټ نه وو بند كړے شوے بلكې يوازې د پولنګ په ورځ موبائل سروس بند كړے شوے وو دغسې چې د ترهګرۍ كومه پېښه رامخې ته نه شي۔ دې و??ئيل د ټاكنو مشق په دې اړه اندېښنې غلطې ثابت كړې دي۔ پاكستان د خپل لوظ له مخې د يو مستحكم او جمهوري ټولنې تشكيل كولو له ټولټاكنې كړي دي۔ دې و??ئيل مو??ږ د خپلو ملګرو لخوا تعميري تنقي?? ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ ټاكنو څخه وړاندې منفي بيانونه نه خو تعميري وي او نه مقصدي۔ وياندې و??ئيل پاكستان به متحرك جمهوري سياست لپاره خپل كار روان ساتي۔ د ټاكنو او د اقتدار په سولييز ډول منتقل كېدل به مو??ږ دې منزل ته لا نزدې كړي۔ دې و??ئيل مو??ږ دا كار د چا د اندېښنو له امله نه بلكې د خپل اولس د هيلو او د خپلو مؤسسينو د وژن له مخې كوؤ۔
د ټولټاكنو په اړه د ځینو هيوادونو او تنظيمونو څرګندونې نه رد كيدونكي حقيقتونه له پامه غورځوي٬ د انټرنيټ بند ساتل ترهګرۍ څخه ساتنې له وو٬ خارجه دفتر
49 Jars of Gold Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores