ډیووس۔17جنوری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي په پاكس??ان كښې د ټول تاكنو هلې ځلې روانې دي ٬ اولس به د فرورۍ په 8 مه نېټه د رائے حق به كارولو راروانو 5 كلونو له د خپل حكومت ټاكنه وكړي٬ د معيشت بحالي تر ټولو وړومبۍ ترجيح ده٬ اقتصادی اصلاحات ضروري دي٬ په پاكس??ان كښې د چا په زندان كښې د اچولو په شا كوم سياست نه دے شوے٬ اړے ګړے رامخې ته كوؤنكي عناصر قانون او عدالت سره مخا مخ كول شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په نړيوال اقتصادي فورم كښې د ګډون په موقع “سی اېن بی سی” سره مركه كښې وكړه۔ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل الېکشن کمېشن راروانو ټولټاكنو لپاره آئيني غوښتنې ترسره كړي۔ په پاكس??ان كښې د ټولټاكنو هلې ځلې روانې دي۔ ټاكنې كول يوه آئيني ذمه واري ده كومه به چې نګران حكومت په ښه ډول ترسره كړي۔ ده ووئيل پاكستاني اولس ته په ټول ټاكنو كښې د رائے كارولو موقع وركول زمونږ ذمه واري ده۔ د ټاكنو په نتيجه كښې به اولس راروانو 5 كلونو لپاره د ??پل?? نمائندګانو ټاكنه وكړي۔ ده ووئيل د پاكس??ان په شمول د نړۍ په يو شمېر سيمو او هېوادونو كښې جمهوريت ارتقائي پړاؤنو څخه تېرېږي په كوم كښې چې بېل ډول چېلنجونه رامخې ته كېږي۔ په لوئيديزو هېوادونو كښې هم جمهوريت د اعلی معيار له مخې نه دے۔ ده ووئېل په پاكس??ان كښې د ټول ټاكنو جاج اخستو له به د داخلي او بهرنۍ ميډيا نمائندګانو سره سره نړيوال مبصرين هم موجود وي۔ د ميډيا آزادۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په پاكس??ان كښې ميډيا د لوئيديزې ميډيا څخه زياته آزاده ده۔ په لوئيديز كښې ميډيا زياتو سختو رېګولېشنز سره مخ ده۔ د يو سياسي ګوند لارښود زندان ته د تللو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په پاکس??ان كښې سياسي آزادي ده ٬ د كوم سياسي ګوند د لارښود په زندان كښې پاتې كېدل د هغه د سياسي رائے يا سياسي خيالاتو د لاسه نه دي٬ كوم كسان چې په زندان كښې دي هغوي په هېواد كښې د اړي ګړي په رامخې ته كولو كښې ككړ دي٬ په كوم هم مستحكم او جمهوري هېواد كښې هنګامې او اړے ګړے د زغملو وړ نه وي۔ قانون او انصاف به ??پل?? لاره پ??پل?? جوړوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د معيشت بحالي زمونږ اولنۍ ترجيح ده٬ اقتصادی اعشاریې په سم لوري روانولو له د اصلاحاتو عمل ضروري دے۔ ده ووئيل د آئی اېم اېف شرطونه ترسره كوؤ۔ نګران وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ په ضد پاكس??ان يو مضبوط دريځ لري ، پاکس??ان د هر ډول ترهګ??ۍ غندنه كوي ، ده ووئېل د غېر قانوني افغان كډوالو بېرته لېږل ضروري وو۔ ده ووئيل پاكس??ان د تېرو څلور پنځو لسيزو راهېسې د افغان كډوالو كوربتوب كوي٬ په غېر قانوني توګه مېشته بهرني د پاكس??ان امنيت لپاره د خطر سبب ګرځي٬ پاكس??ان ته چې څوك راتلل غواړي هغه د قانوني دستاوېزات سره پاكس??ان ته راتللے شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چين سره پاكس??ان د اړيكو يو تاريخ لري ۔ ده ووئيل ټولټاكنو څخه وروستو د پاکس??ان د معاشي او سیاسي استحکام په نتيجه كښې د پرمختګ بشپړ صلاحيت موجود دے
پاكستان كښې د انتخابات هلې ځلې روانې دي٬ اولس به د فرورۍ په 8 مه نېټه راروانو 5 كلونو لپاره د خپل حكومت ټاكنه وكړي٬ د نګران وزيراعظم سي اېن بي سي سره مركه
Jane the Predator's Crypt of Fortune Official Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش