اسلام آباد۔06جولائی(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني سره د لوړو زده كړو كمېشن چيئرمېن ډاكټر مختيار احمد په مشرۍ كښې د اېچ ??ي سي پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د زيارت په ورځ شوي ملاقات كښې د كلام بي بي وومن انټ??نې??نل انسټي ټيوټ بنو جوړولو پشمول بنو او د خېبرپښتونخوا نورو سوئېلي ضلعو كښې د تعليمي آسانيو چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع په خبرو كښې دوهم سپيكر ووئيل چې بنو او د نورو سوئېلي ضلعو ځوانانو له لوے څښتن بې پناه صلاحيتونه وركړي دي۔ده ووئيل چې د اكرم خان دراني ك??لج بنو څخه فارغ التحصيل زده كونكي په لو??ه شمېره كښې هر كال د ميرټ په بنياد په مېډيكل كالجونو او انجينئرنګ پوهنتونونو كښې داخله اخلي۔ده ووئيل چې د كلام بي بي وومن انټ??نې??نل انسټي ټيوټ بنو جوړېدو سره به نه يوازې بنو بلكې د خېبرپښتونخوا په نورو سوئېلي ضلعو كښې مېرمنو زده كوؤنكو ته د اعلٰی تعليم موقع هم ترلاسه شي۔ده د اېچ ??ي سي چيئرمېن ته د كلام بي بي وومن انټ??نې??نل انسټي ټيوټ لپاره په ترجيحي بنيادنو د ګامونو پورته كولو هدايت هم وكړو۔د اېچ ??ي سي چيئرمېن د كلام بي بي انسټي ټيوټ بنو جوړولو او سوئېلي ضلعو كښې د اعلٰی تعليم ودې لپاره د دوهم سپيكر هڅې وستائېلې او د كلام بي بي وومن انټ??نې??نل انسټي ټيوټ جوړېدو په لړ كښې يۍ د بشپړه مرستې باور وركړو۔
د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سره د لوړو زده كړو كمېشن چيئرمېن په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات
SBO Sports Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی