اسلام آباد۔8جون (اے پی پی) د خزانې او رېونيو وفاقي وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د 2022 -23 كال د قومي اقتصادي سروے جاري كولو په مهال د تحريك انصاف او پاكستان مسلم ليګ (ن) د كاركردګۍ په تفصيل سره موازنه وكړه۔ د خزانې وزير ووئيل، پاکستان مسلم ليګ (ن) د 2013 څخه تر 2018 پورې موده کښې د آئي اېم اېف سره پروګرام بشپړ کولو سره س??ه ?? كلي معيشت استحكام باوري كړو او د دانشمندانه تګلارو له امله يۍ د پاکستان اقتصاد 24م لمبر لوے معيشت جوړ شو كوم چې د تېرو 4 كلونو د ناقصې كاركردكۍ د لاسه 47 مې درجې ته ورسولې شو۔ د خزانې وزير ووئيل چې د مسلم ليګ ن حكومت جي ډي پي 2013 كښې د 3.9 فيصده نه په كال 2018 كښې تر 6.1 فيصده زياته كړه٬ په دې موده كښې دا په مجموعي توګه دوه فيصده زياته شوه۔ د دې په مقابله كښې د پي ټي آئي حکومت په اولنيو دوه كلونو كښې د جي ډي پي په شرح كښې كمې وشو او په ورستي كال كښې بېس كال بدلولو سره دي ډي پي 6 فيصده وښودلې شوه۔ د مسلم لیګ (ن) په دور کښې د حجم له مخې جی ډی پی كښې 97.9 فیصده نمو وشوه٬ ، په داسې حال کښې چې د تحریک انصاف په دور کښې دا 18.7 فیصده وښودلې شوه۔ ده ووئيل چې په كال 2013 كښې سړي سر آمدن 1446 ??ال??ه ؤ چې په 2018 كښې 1768 ??ال??و ته ورسېد٬ په مقابل كښې دا د پي ټي آئي په دور كښې 2 فيصده كم شوې۔ په كال 2018 كښې صارفين لپاره د قيمتونو اشاريه 4 فيصده وه كومه چې په كال 2022 كښې 12.2 فيصده ته ورسېده۔ په كال 2018 كښې د خوراك څيزونو د ګر??نۍ شرح 3.8 فصيده وه كومه چې په كال 2022 كښې 13.4 فصيده ته ورسده۔ په كال 2018 كښې بنيادي افراط ظر 5.8 فيصد وه كوم چې په كال 2022 كښې 8.1 فيصد ته ورسېد۔ په كال 2018 کښې د درآمداتو حجم 55.7 ارب ??ال??ه وو كوم چې په كال 2022 کښې 71.5 اربه ??ال??و ته ورسېد۔ د جي ډي پي تناسب سره د درآمداتو حجم 2018 كښې 15.6 فیصده و كوم چې 2022 كښې 19فیصده ته ورسېد۔ په كال2018 كښې د زرمبادله د پنګو حجم 16.4 اربه ??ال??ه وو كوم چې په مالي كال 2022 كښې 15.5 اربه ??ال??ه شو۔ د قرضو حجم 2018 كښې 24953 اربه وو كوم چې 2022 كښې 49242 اربه روپۍ شو۔ د بهرنيو قرض حجم 2018 كښې 70.2 اربه ??ال??ه وو كوم چې په كال 2022 88.8 اربه ??ال??ه ته ورسېد۔
وفاقي وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د قومي اقتصادي سروے جاري كولو په مهال د تحريك انصاف او د پاكستان مسلم ليګ (ن) د تېر حكومت د كاركردګۍ موازنه وكړه
PUBG online entertainment website
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea