اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د پاکستان سويټ هوم مشر زمرد خان وئيلي دي په پاکستان كښې د يتيمانانو ماشومانو لپاره د نړۍ لوئي پوهنتون جوړول غواړم۔نړۍ كښې تر ټولو ښه مشن د يتيمانانو کفالت کول دي دا ماشومان زمونږ قيمتي اثاثه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د کيډټ کالج دورې په موقع خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل پاكستان سويټ هوم کيډټ کالج كښې به سږ كال تر اګست كلاسز پيل شي۔ زمرد خان ووئيل پاکستان سويټ هوم ته دا اعزاز ترلاسه دے چې دلته څخه دوه ماشومان جي ډي پائلټ لپاره منتخب شوي دغسې 5 څخه زيات ماشومان د پاکستان آرمي لپاره ټاكلې شوي دا هغوي لپاره د ډېرې خوشحالۍ خبره ده۔ ده ووئيل پاکستان سويټ هوم 29 ماشومان د سندھ په مختلف کيډټ کالجز چې پكښې پټارو کيډټ کالج ، پنوں عاقل ، ميرپور خاص او سکھر كښې تعليم ترلاسه كوي۔ده ووئيل د دې يتيمانانو ماشومانو لپاره يو تاريخي پوهنتون جوړول غواړم د كوم لپاره چې كار پيل شوے۔ سباؤن كښې دا ماشومان د پاكستان خذمت كولې شي او پوره يقين لرم چې دا ماشومان به سباؤن كښې په بيلو څانګو كښې د پاکستان بشپړه نمائندګي کوي
پاکستان كښې د يتيمانانو ماشومانو لپاره د نړۍ لوئي پوهنتون جوړول غواړم،زمرد خان
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria