اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) پاكستان په نېشنل ډوېلپمنټ کمپلېکس او درې تجارتي ادارو د امريكا لخوا د لګولې شوو بندېزونو په اړه خپل غبرګو?? كښې وئيلي دي چې پاکستان په اېن ډی سی او درې تجارتي ادارو د بندېزونو لګولو امريكائي پرېكړه بدقسمتي او متعصبانه ګرځولې ده۔ د خارجه دفتر لخوا د زيارت په ورځ د جاري ش??ي بيان له مخې د پاكستان ?? ستراتيجيكي صلاحيتونو مقصد د خپلواكۍ دفاع او په سوئيلي آسيا كښې امن او ثبات په ځاے ساتل دي په بيا?? كښی دا هم وئيلې شوي دي چې نوې بندېزونه د امن او سلامتيا مقصد ته زيان ??سوي او د دې مقصد پوځي عدم توازن زياتول دي٬ دا ډول پالېسۍ زمونږ منطقې او دې څخه بهر ستراتيجيكي استحكام لپاره خطرناك مضمرات لري۔ د بيان له مخې د پاكستان ??ټرېټجك پروګرام يو مقدس امانت دے كوم چې 240 ملين اولس د پاكستان مشرتابه ته وركړے دے۔ د دې امانت د تقدس كوم ته چې په بشپړ پولیټکل سپېکټرم كښې زيات عزت سره كتلے شي كومه سودا كېدې نه شي۔ خارجه دفتر په خپل بيا?? كښې وئيلې دي چې مونږ ته په نجي تجارتي ادارو د بندېزونو په لګولو هم افسوس دے٬ په تېر دور كښې د تجارتي ادارو دې ډول فهرستونه د كوم ثبوت نه ځانله يوازې په شك او شبه اډانه وو۔ په بيا?? كښې وئيلې شوي دي چې د نه خپرولو په اصولو سختۍ سره د عمل كولو ادعا شوې ده حال دا دې چې په تېر وخت كښې نورو هېوادونو لپاره د عصري پوځي ټېكنالوجۍ د لائسنس شرط ختم كړے شوے دے۔ پاكستان په ډاګه كړې چې دا ډول دوه مخيزې معيارات او امتيازي سلوك نه يوازې د نه خپرولو هڅو ته زيان ??س??ي بلكې سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا هم خطر سره مخ كوي۔
په ادارو د بندېزونو لګولو امريكائي پرېكړه متعصبانه ده: خارجه دفتر
Table Games Reputable Betting Links
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش