اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) سېنېټ كښې سوات او سرګودھا كښې د عام اولس لخوا د مذهب په نامه سرعام د وګړو ?? قتل په ضد قرارداد منظور كړے شو۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پيپلز پارټي سېنېټرې قرارداد وړاندې كړو چې پكښې وئيلي شوي دا ايوان په سوات او سرګودھا كښې د مذهب په نامه د عام اولس لخوا د سرعام قتل د پېښو غندنه كوي٬ د پاكستان په آئين كښې انساني ژوند ته بنيادي حق ترلاسه دے٬ بايد وفاقي او صوبائي حكومتونه په هېواد كښې د مذهبي اقليتونو او د كم??ور?? طبقو پشمول د ټولو وګړو ح??اظت او سلا??تي?? باوري كړې٬ ايوان د خېبر پښتونخوا او پنجاب حكومتونو څخه مطالبه كوي چې په دې پېښو كښې ككړ كسان انصاف سره مخ كړي او د وګړو ?? تحفظ لپاره اقدامات وكړي۔ دغسې ايوان د اپوزيشن د احتجاج باوجود قرارداد منظور كړو۔ سينيټرې شيري رحمن ووئيل اپوزيشن څخه غواړي چې د ترهګرو په ضد دې اپرېشن ونه شي؟ زه نه پوهېږم چې آيا په خېبرپښتونخوا كښې امن راوستل نه دي پكار ؟ دې ووئيل په اپيكس كمېټي كښې د پوځي عملياتو منظوري د ټولو اعلې وزيرانو په موجودګۍ كښې وركرې شوې۔ دې ووئيل په سخت وخت كښې سخت بجټ وړاندې كړے شوے مونږ پرې تنقيد هم كړے ٬ آيا تحريك انصاف د هېواد دښمنه قواٶ ملاتړ كوي؟ دې ووئېل آيا د مذهب په نامه خلقو ته سرعام سزاګانې وركول سمې دي؟ دې ووئيل اپوزيشن غواړي چې په پاكستان كښې امن او استحكام نه وي۔ دې ووئيل د دې نه وړاندې په سوات كښې هم دا ډول صورتحال رامخې ته شوے ٶ نو په ھغې شهيدې بينظير بھټو په سوات كښې د پاكستان بېرغ هسك كولو غږ پورته كړے ٶ ۔
سېنېټ سوات او سرګودھا كښې د عام اولس لخوا د مذهب په نامه د وكړو د وژنې په ضد قرارداد منظور كړے شو
MW इलेक्ट्रॉनिक्स क्रेडिट मनोरंजन प्रवेश
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا