ملګري ملتونه 13اکتوبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم نړيوالې ورورولۍ ته خبردارې وركولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې هغوي دې د هندوتوا نظریې د لاسه جمهوريت ٬ امن ٬ تنوع او د رياست تعمير او پرمختګ ته پېښې خطرې تسليم كړي ولې چې بنياد پرست نظريه ګاونډي هېوادونه غېر مستحكم كول غواړي۔ هغه تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لوړې كچې غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل په ځينې هېوادونو كښې د ټاكنو عمل د لارې د فاشسټ ډلو په قوت كښې زياتوالې پرېشانه كوؤنكې دې۔ هغه ووئيل په سوئيلي آسيا كښې د يو داسې حكومت حكمراني ليدلې شي كوم چې د نورو مذهبونو او ذاتونو نه د كركې او د مذهبي امتياز ايجنډې په بنياد ټاكلې شوې دې او مسلمان اقليتونه او ځينې ذاتونه كمتر ګڼي كومه چې د مساوات او د بشري حقونو د ټولو اصولو په ضد خبره ده۔ پاکستانی استازي منېر اكرم ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د مسلم اکثریت لخوا د غوښتلې شوې آزادۍ ختمولو مهم ته حتمي حل وئيلې شي او يوازې دا نه بلكې د غلطو معلوماتو او د دروغو خبرونو كمپائن د لارې دغه انتها خوښي نظريات د ګاونډي هېوادونو غېر مستحكم كولو له د خارجه پالېسۍ هتيار په توګه كارولې شي۔ هغه ووئيل د شخړو نه وتلې شوې هېوادونو وسائل منجمد كول په خاص توګه د افسوس وړ دي كوم چې ګډوډي او نوؤ شخړو ته د هوا وركولو مترادف دي۔ هغه ووئيل په يوه متنوعه ټولنه كښې د زده كړو د لارې خلق متحد كېدې شي او پاكستان د هېواد په ټولو ابتدائي ٬ پرائمري او سېكنډري سكولونو كښې د يو قامي نصاب معارفي كولو پرېكړه كړې ده۔ منېر اكرم ووئيل حكومت پاكستان مستحكم ٬ مضبوط او سوكاله جوړولو له د بې وزلۍ ختمولو هڅې كوي او ملګرو ملتونو له به د امن ٬ سلامتيا او پرمختګ هڅو ترسېوري لادې د هېوادونو مرستې له په ګډه كار كول وي او په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو پيس بلډنګ فنډ پي بي اېف ډېر مهم دے۔ هغه د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو نه په لويه كچه د غېر قانوني مالي بهير ختمولو او د لوټ كړې شويو اثاثو واپسي باوري كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل كه دا لوټ كړې شوې اثاثې بېرته راوړلې شوې نو دا د دغه هېوادونو د رياست سازۍ ضرورتونو ترسره كولو كښې كارولې كېدې شي۔ پاكستاني استازي منېر اكرم ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په نړيواله ورورولۍ پرله پسې زور راوړې دې چې هغه دې د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو غلا شوې اثاثو غېر قانوني منتقلۍ مخنيوي له پرېكنده ګامونه پورته كړي او كه داسې ونكړې شي نو په لويه كچه د بې وزله هېوادونو نه شتمندو هېوادونو ته نقل مكاني كېدې شي۔
تعمير او پرمختګ خطرو سره مخ دے٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مستقل استازي سلامتي كونسل كښې د خيالاتو څرګندونه