پېنډي 14 اپريل (اے پي پي)د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)ډائرېكټر جنرل ميجر جنرل بابر افتخار وئېلي دي چې پاك پوځ د هېواد سلامتيا او دفاع لپاره هر وخت چمتو دے٬د اولس ملاتړ د پاك پوځ طاقت دے او د دې په ضد به كوم هم سازش زغملې نه شي٬د پاكستان سباؤن په جمهوريت كښې دے٬انشاﺀ الله پاكستان كښې به چرې هم مارشل لاﺀ رانشي٬پوځ دې د سياسي چارو څخه جلا وساتلې شي۔د پاكستان سباؤن په جمهوريت كښې دے۔د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ده ووئيل د نن بريفنګ مقصد د قامي سلامتيا صورتحال څخه خبرول دي٬دوه ورځې وړاندې د سرلښكر په مشرۍ كښې د فارمېشن كمانډرز كنفرنس شوې چې پكښې د هېواد سلامتيا په حقله اقدامات او په خاص توګه كورني امنيت او د آئين او قانون سرلوړۍ تر نظر ساتلو سره د بشپړه باور څرګندونه شوې او دا په سم پلو يو ښه اقدام ګرځولې شوې۔ټولو اتفاق كړی چې د جمهوريت او د ادارو قوي كول٬د قانون سرلوړي او ټولې ادارې په خپل دائره ګښې پاتې كېدل د هېواد په ګټھ دي۔ده ووئيل د پاكستان د پولو صورتحال مستحكم دے٬د پاكستان وسله وال ځواكونه هر ډول صورتحال لپاره په بشپړه توګه چمتو دي۔ده ووئيل د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې به تر آخري ترهه ګر ختمولو روان وي۔ده ووئيل سږ كال وړومبو دريو مياشتو په مهال په بېلو كاروائيو كښې 128 ترهه ګر وژل شوي دغسې 270 ترهه ګر نيولې شوي۔په دې مهال 97 افسران او ځوانان د ترهه ګرۍ په ضد كاروائي كښې شهيدان شوي۔ده ووئيل د پاك پوځ 168 افسران او ځوانان د ملګرو ملتونو امن مشن ترمخه د نړيوال امن لپاره شهيدان شوي۔ميجر جنرل بابر افتخار ووئيل د اولس ملاتړ د پاك پوځ طاقت دے او د دې په ضد به هېڅ ډول سازش زغملې نه شي۔ده ووئيل پوځ دې د سياسي چارو څخه جلا وساتلې شي٬تعميري تنقيد مناسب دے بې بنسټه كردار كشي به په هېڅ صورت قبلولې نه شي۔د پاك پوځ په ضد منظم كمپائن چلېږي٬د اولس او پوځ ترمينځه د خليج پیدا كولو هڅې كېږي كوم به چې كامياب نه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاك پوځ د مراسلے په معامله خپل موقف د قامي سلامتيا كمېټۍ ته وړاندې كړی و او د هغې اعلاميه هم جاري كړې شوې۔ده ووئيل زمونږ ايجنسۍ او ادارې په ښه ډول كار كوي چا چې هم په كږه سترګه هېواد ته وكتل نو سترګې به ترې وباسو۔د سازش په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل په خپله وګورۍ د قامي سلامتيا په اعلاميه كښې د سازش لفظ شته يا نه؟د پاكستان په ضد به هېڅ ډول سازش كامياب نه كړو۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د 9 اپرېل په شپه په وزيراعظم هاؤس كښې د سرلښكر او ډي جي آئي اېس آئي د هغه وخت وزيراعظم عمران خان سره كوم ملاقات نه دې شوې۔په دې حقله ټولې خبرې بې بنسټه دي۔ده ووئيل عمران خان له اسټېبلشمنټ كوم آپشن نه و وركړی٬د ډېډ لاك په مهال وزيراعظم آفس څخه د سرلښكر سره رابطه شوې چې د سولې خبره وكړي٬زمونږ سياسي ګوندونو قيادت په خپلو كښې خبرې كولو له چمتو نه و٬په دې سرلښكر او ډي جي آئي اېس آئي هلته لاړل چرته چې د ځينې رفقاﺀ په موجودګۍ كښې كېښناستلو سره درې څيزونه ډسكس شوي و چې څه څه كېدې شي٬په هغې كښې د وزيراعظم استعفٰی٬د عدم اعتماد تحريك او د وزيراعظم د اړخه د اسمبلۍ تحليل كول شامل وو۔ده ووئيل په درېم آپشن وزيراعظم ووئيل چې زمونږ د اړخه د اپوزېشن سره خبره وكړئ په دې سرلښكر د پي ډي اېم په وړاندې دغه ګزارش كېښودل۔ده ووئيل د پاكستان سباؤن په جمهوريت كښې دې او د دې دفاع كول زمونږ د ټولو فرض دې٬جمهوريت به پاكستان مخ په وړاندې بوځي او چرې به هم پاكستان كښې مارشل لاﺀ رانشي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ سياست سره هېڅ كار نه لرو كوم ضمني يا بلدياتي ټاكنو كښې به مداخلت نه كېږي كه چا سره ثبوت وي چې مونږ مداخلت كړې نو راوړاندې دې كړي۔ده ووئيل د انشتهار لپاره د رېټائرډ افسرانو جعلي آديو پېغام جاري كړی شوي۔پروپیګنډا كونكو په ضد اړوند ادارې كاروائي كوي۔ده ووئيل سرلښكر د مودې پراخا كولو كښې خواهش نه لري او نه به دا قبول كړي۔سرلښكر به په نومبر 2022 كښې رېټائرډ شي۔د شهباز شريف د وزيراعظم په حېث دستوره كښې د سرلښكر ګډون نه كولو د پوښتنې په ځواب ده ووئيل په هغه ورځ د سرلښكر طبيعت ښه نه و٬هغه آفس ته هم نه و راغلې۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د امريكې د اړخه د پوځي اډو غوښتنه نه ده شوې٬كه غوښتنه شوې وې نو د پوځ به هم دغه موقف وې كوم چې د وزيراعظم وو۔ده ووئيل د هېواد اتومي اثاثې محفوظ دي۔په دې حقله خبرې كولو سره بايد محتاط پاتې شو۔ده ووئيل پوځ په يونټي آف كمانډ چلېږي كوم پلو چې سرلښكر ګوري هغه پلو 7 لكه پوځ هم ګوري۔د ټي ټي پي سره د خبرو اترو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هېڅ ډول خبرې اترې نه كېږي بلكې د هغوي په ضد كاروائي روانه ده۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل جلسې او لاريونونه د جمهوريت برخه ده۔دا آزاده فضاﺀ په ډېرو هلو ځلو او قربانو ترلاسه شوې٬ادارو لويې قربانۍ وركولو سره په هېواد كښې محفوظ چاپیرچل پیدا كړی۔
پاك پوځ د هېواد سلامتيا او دفاع لپاره هر وخت چمتو دے٬د اولس ملاتړ د پاك پوځ طاقت دے او د دې په ضد به كوم هم سازش زغملې نه شي٬د پاكستان سباؤن په جمهوريت كښې دے۔د آئي اېس پي آر ډي جي ميجر جنرل بابر افتخار پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک