اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې وزيراعظم محمد شهباز شريف د جهل مګسي په دوره لاړو۔د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل چې سردار خالد مګسي او سېنېټر مولانا عبدالغفور حېدري هم د وزيراعظم سره دي۔دې ووئيل چې د هاؤسنګ وفاقي وزير مولانا عبدالواسع او د پاور وزير مملكت محمد هاشم نوتيزئي هم د وزيراعظم سره دورې كوي۔د دې نه علاوه خاص مرستيال سيد فهد حسېن او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز هم د دورې په مهال وزيراعظم سره دے۔مريم اورنګزېب ووئيل چې وزيراعظم به د دورې په مهال په بلوچستان كښې د سېلاب او بارانونو تباه شويو جائزه اخلي٬د سېلاب ځپليو رېسكيو٬رېليف او بحالۍ د كارونو هم جائزه اخلي
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک