اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا سره د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د زيارت په ورځ ملاقات كړے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ظهور احمد آغا ته د بلوچستان ګورنر په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔په دې موقع په خبرو كښې چوهدري فواد حسېن ووئيل په بلوچستان كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ٬ د بده مرغه په تېر وخت كښې چا هم د بلوچستان پرمختګ ته پام نه دے كړے٬د پي ټي آئي حكومت بلوچستان ته تر ټولو لويې پرمختيائي پېكج وركړے۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان لخوا اعلان شوے بلوچستان پېكج سره به د منطقې د 70 كلونو محرومي ختمه شي۔ده ووئيل د سي پېك تر ټولو زياته ګټه به بلوچستان ته ورسي۔بلوچستان كښې به پرمختيائي پروژه حقيقي ګيم چينجر ثابت شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل بلوچستان به د هېواد نورو صوبو سره برابرولې شي۔ده ووئيل په بلوچستان كښې د پرمختګ لپاره امن ضروري دے٬هيله ده چې د بلوچستان ګورنر به د امن او امان صورتحال ښه والي له ځانګړے كردار ادا كړي۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر ووئيل د وفاقي حكومت لخوا د بلوچستان محرومۍ لرې كولو هڅه د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل د وفاق او صوبائي حكومت ترمينځه به ښه روابط لپاره خپل كردار روان ساتم۔د دواړو حكومتونو ترمينځه د ښه روابط ګټه به د بلوچستان اولس ته رسي۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري او د اطلاعات سېكرټري شاهيره شاهد هم موجود وه
د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا سره د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ملاقات٬په بلوچستان كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ٬د وزيراعظم بلوچستان پېكج سره به د صوبې د 70 كالو څخه راروانه محرمي ختمه شي۔چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena