اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د آرټس اېنډ کرافټس ولېج احياء سره به د هېواد كلتوري ورثه وده ومومي٬ د وېلج بحالۍ سره به هنرمندانو او كاريګرو ته د ځائي فنون او د كلتوري مصنوعاتو ته د ودې وركولو موقع په لاس ورشي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ ده دا خبرې د آرټس اينډ کرافټس وېلج شکرپرياں احياء په اړه د غونډې په مهال كړې۔ صدر ووئيل وېلج به د دستکارو، کاريګرو، هنر مندة ځوانانو د مصنوعاتو نندارتون لپاره ماركيټنګ او پلېټ فارم وركوي او آرټس اېنډ کرافټس وېلج به په قامي او نړيواله كچه د كاريګرو ترمېنځه روابطو او كلتوري اړيكو زياتولو له مرستياله وګرځي ۔ غونډه د صدر مملکت ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې شوې چې پكښې د سي ډي اے چيئرمېن، د نېشنل کالج آف آرټس او د پاکستان انسټي ټيوټ آف فېشن اېنډ ډيزائن وائس چانسلر پشمول نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د سي ډي اے چيئرمېن عامر علي احمد د وېلج بحالۍ په منصوبه غونډې ته بريفنګ وركړو۔ صدر مملکت د بريفنګ په مهال خبر كړے شو چې منصوبه د هېواد كلتوري ورثه د رامخې ته كولو بشپړ صلاحيت لري ٬ د منصوبې له مخې به فوډ كورټس، دکانونه او اېمفي تھېټر جوړولې شي٬ په غونډه كښې د وېلج په مرسته د هېواد كلتوري ورثه په موثره ډول د وړاندې كولو تجويز وركړے شو۔ صدر ډاکټر عارف علوي په دې موقع د نېشنل کالج آف آرټس او د پاکستان انسټي ټيوټ آف فېشن اېنډ ډيزائن د تجويزونو او د سي ډي اے د مجوزه بحالۍ پلان ستائنه وكړه
د آرټس اېنډ کرافټس ولېج احياء سره به د هېواد كلتوري ورثه وده ومومي ۔ صدر ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔