اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي د تحريك انصاف حكومت د ټاكنو په نظام كښې د سپيځلتيا راوستلو په اصولي دريځ ولاړ دے او مونږ د اليكټرانك ووټنګ مشين د لارې راتلونكو ټاكنو كښې سپيځلتيا باوري كو??و له عزم لرو٬مخالف ګوندونه د ووټونو اخستلو٬خرڅولو او د ټګۍ عادت لري ځكه هغوي د جديد ټېكنالوجۍ مخالفت كو??٬بلدياتي ټاكنو كښې به د اي وي اېم كارولو څخه ټول تحفظات لرې شي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)او پاكستان پيپلز پارټي د تېرو 35 كلونو نه وار په وار حكومتونه كو?? خو دې خلكو د اولس خېرښېګړې او د هېواد پرمختګ لپاره څه هم نه دي كړي خو د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې موجوده حكومت د هېواد پرمختګ او اولس ته زيات نه زيات رېليف وركولو په مشن كار كو?? ۔سېنېټر شبلي فراز ووئيل پي ډي اېم سره د اولس لپاره كو??ه تګلاره نشته٬دې خلكو وړاندې هم څو ځله د حكومت په ضد جلسې جلسونه ګري وو خو هغوي ته هېڅ په لاس ورنغلل ځكه چې اولس هغوي مسترد كړي دي ۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان يو ديانت دار لارښود دے او ټول قام هغه سره ولاړ دے ځكه حكومت د اپوزېشن ګوندونو د لانګ مارچ او احتجاج څخه كو??ه يره نه لري۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حكومت د راتلونكو ټاكنو سپيځلتيا باوري كو??و لپاره به هر ډول د الېكشن كمېشن مرسته كو??۔مونږ به الېكشن كمېشن ته د ټاكنو كو??و لپاره د لاكهونو په شمېر اي وي اېم مشينونه وركوو۔
د تحريك انصاف حكومت د اليكټرانك ووټنګ مشين د لارې راتلونكو ټاكنو كښې سپيځلتيا باوري كولو له لوظي دے۔سېنېټر شبلي فراز
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی