اسلام آباد۔21جنوری(اے پی پی):وزیراعظم عمران خان په تېرو درې كلونو كښې په جی ډی پی كښې د 5.37 فیصده نمو په ترلاسه كېدو خپل حكومت ته مباركي وركولو سره وئيلي دي د حكومت د اقتصادي اصلاحاتو كاميابۍ اعتراف په نړيواله كچه كولې شي ٬ د كووېډ -19 نړيوالې وباﺀ نه وروستو زر تر زره د معمول لمخې د ژوند بحالوؤنكو هېوادونو په فهرست كښې پاكستان په اولنو دريو كښې شامل دې۔ د جمعې په ورځ په خپل ټويټس كښې وزيراعظم ووئيل زه د 3 كلونو په مهال په مجموعي قومي پېداوار (جی ډی پی) كښې د 5.37 فیصده نمو په ترلاسه كېدو خپل حكومت ته مباركي وركوم د كومې په نتيجه كښې چې د ملازمتونو پراخه موقعې رامخې ته شوې او سړي سر آمدن زيات شو۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ د اقتصادي اصلاحاتو كاميابۍ په نړيواله كچه تائيد او توثيق كېږي ٬ بلوم برګ په پاكستان كښې د نمو د تلپاتي تسلسل او د روزګار د لوړې شرحې پېشګوئي كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د كووېډ -19 نړيوالې وباﺀ نه وروستو زر تر زره د معمول لمخې د ژوند بحالوؤنكو هېوادونو په فهرست كښې په اولنو دريو هېوادونو كښې شامل دې او د دې نه دا ثابتېږي چې پاكستان كښې انساني ژوند او روزګار ته تحفظ وركړې شوې دې۔ وزیراعظم ووئيل دي اكانومسټ د دې خبرې اعتراف په خپل تازه نارمېلسی انډېكس كښې كړې دې۔ وزيراعظم په خپل ټويټس كښې د اكانومېسټ د شمېرو لنك هم شيئر كړو چې لمخې ئې د كووېډ -19 نړيوالې وباﺀ نه وروستو زر تر زره د معمول لمخې د ژوند بحالوؤنكو 50 هېوادونو په فهرست پاكستان په دوهم لمبر دے۔ په دغه فهرست كښې امريكا په 25 ، آسټریلیا 38، فرانس 17، برطانیه 39، نیوزی لینډ 41، المان 42، هالېنډ 50، چین 33، ویتنام 30 ٬ برازیل په 16 او هند په 8م لمبر دے۔
د حكومت د اقتصادي اصلاحاتو كاميابۍ اعتراف په نړيواله كچه كولې شي٬ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ