اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په ګوجرانواله كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي بلال تارړ په دېره د پي ټي آئي لخوا د ډزو پېښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې په بلال تارړ قاتلانه بريد د عمران خان په امر شوې٬ د لوي څښتن مننه كوٶ چې د بلال تارړ ځان يۍ محفوظ ساتلې دې٬ معيشت تباه كوٶنكي اوس په سياسي مخالفينو بريدونه كوي، خپل ځان لپاره د وزيراعظم د امنيت خېرغوښتونكې عمران نيازي د نورو خلقو وژلو پسې شوې دې۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل اسلام آباد ته د اور لګوؤنكو زړونه په سياسي انتقام كښې سوځي، كنځل كوٶنكي اوس ګولۍ وروي۔ دې ووئيل عمران خان ته په فسادي مارچ كښې عبرتناكې رسوائي شوې او او يۍ د ترهګرۍ لاره خپله كړې ده۔ دې ووئيل د معيشت او د اولس په ضد معاشي ترهګري كوٶنكي فسادي سياست اولس ښخ دفن كړې دې۔ مريم اورنګزېب بلال تارړ او د ھغه كورنۍ سره د يوالي څرګندونه كولو سره ووئيل ترهګر دې نيولو سره قانون سره مخ كړې شي۔ مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان دې د سياسي مخالفينو د وژلو منفي سوچ پرېږدي٬ د هېواد او اولس په ضد په خپلو جرمونو دې د لوي څښتن څخه معافي وغواړي۔
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې په ګوجرانواله كښې د بلال تارړ په دېره د ډزو پېښې غندنه٬ معيشت تباه كوٶنكي اوس په سياسي مخالفينو بريدونه كوي۔ مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2