اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) پاكستان او اېران د پولان څخه تر ګوادر د برېښنا ټرانسميشن لائن د تعمير لوظنامه لاسليك كړه. د شورو په ورځ د توان وزارت څخه جاري شوې اعلاميې له مخې د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير خان د اېران دورې په مهال د اېران څخه تر بلوچستان د برېښنا وركړې دا دوهمه لوظنامه ده. ټرانسميشن لائن جوړولو لپاره د اېران سونير كمپنې سره لوظنامه شوې ده. د لوظنامې له مخې د برېښنا ترسيل لپاره به د پولان څخه تر ګوادر د برېښنا ټرانسميشن لائن غزولې شي او د دې ټرانسميشن لائن د لارې به اېران بلوچستان ته برېښنا وركوي.
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا