اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوونكې ادارې د ترهګرې مخ نيوي لپاره خپل كردار ترسره كوي، كوم خلق چې د آئين او قانون په دائره كښې راتلل غواړي، د هغوي خبره اورېدو ته تيار يو، د هېواد په سلامتيا به سمجهوته ونه كړو، په يو صورت به هم په هېواد كښې د ترهګرې اجازه ورنه كړو، د ترهګرې په ضد مونږ ټول يو موټې يو، په مونږ ټولو خپل هېواد ګران دے. د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د اپوزيشن غړو لخوا په هېواد كښې د ترهګرې زياتېدونكې پېښې تر بحث لاندې د راوستلو د التوا تحريك سېنېټر رضا رباني وړاندې كړو. په تحريك بحث راغونډولو كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل په اسلام آباد او پېنډې كښې لس پوليس اهلكار هدف شهيد كړې شوي او دوه ترهګر وژلے شوي ،دغسې څلور ترهګر نيولے شوي. ده ووئيل په منطقه كښې د اوږدې مودې نه جګړه روانه ده، د كال 1990م نه پس د اګست په 15مه نېټه كال 2021م زمونږ په ګاٶنډ كښې د 42 هېوادونو جګړه پاې ته ورسېده. ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان حكومت به چين سره دوستي تر وروستې سلګۍ پالي او سي پېك به ترسره كوي. ده ووئيل د سي پېك په ضد په داسو او ګوادر كښې چې كومې پېښې رامخې ته شوي، د هغو تورن نيولے شوي، د جوهر ټاٶن درېو تورنو ته د مرګ سزا وركړې شوې، سزا وركول د كورنيو چارو د وزارت نه د عدالتونو كار دے. ده ووئيل بايد د ترهګرې په ضد مونږ يوه بيانيه جوړه كړو. ده ووئيل په هند كښې ظلمونه كېږي، د هند په يوپي ولايت كښې په لسمه نېټه ټاكنې كېږي، په اترپردېش او ډيلي كښې د مسلمانانو سرونه پرې كېږي،هغوي ته د پاكستان په وجه سزا وركړے كېږي. ده ووئيل په بلوچستان كښې د ټي ټي پي پشمول نورې ترهګرې ډلې فعاله دي. ده ووئيل په پاك افغان پوله 2680 كلوميټره ازغن تار لګولے شوے، يوازې 20 كلوميټره لګول پاتې دي، دغسې د اېران په پوله په 200 كلوميټره ازغن تار لګول دي. ده ووئيل د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوونكې ادارې د ترهګرې مخ نيوي لپاره خپل كردار ترسره كوي. ده ووئيل عظيم پوځ هره ورځ د ترهګرې مقابله كوي، په اطلاع ترلاسه كېدو د ترهګرو په ضد كارروائي كېږي. وفاقي وزير ووئيل د هېواد په سلامتيا به كومه سمجهوته ونه كړو ، په يو صورت به هم په هېواد كښې د ترهګرې اجازه ورنه كړو، د ترهګرې په ضد مونږ ټول يو موټے يو، زمونږ قوم، زمونږ پوځ او اپوزيشن هم زمونږ ملګرے دے او مونږ هم په دې معامله اپوزيشن سره ولاړ يو.
د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوونكې ادارې د ترهګرې مخ نيوي لپاره خپل كردار ترسره كوي. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا