اسلام آباد۔22 فروری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپ??كر راجه پروېز اشرف سره پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف بن سعيد ال??الكي ملاقات كړے ۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ سپ??كر راجه پروېز اشرف د سعودي عربستان قامي ورځې په موقع سعودي حكومت او اولس لپاره د پاكستان پارليمان او اولس لخوا د مباركۍ پېغام كښې ووئيل د پاكستان پارليمان او اولس سعودي عربستان لپاره لا پرمختګ او سوكالي غواړي۔ پاكستان سعودي عربستان سره خپلو غوره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ راجه پروېز اشرف ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشي او سماجي څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو بلها موقعې شته۔ ده ووئيل د پاكستان پارليمان د روان كال په مهال د آئين ګولډن جوبلي لمانځي۔ د ګولډن جوبلي په دستورو كښې به د ټولو دوست هېوادونو سپ??كرانو ته بلنه وركولې شي?? سعودي سفير نواف بن سعید ال??الکی د سعودي عرب قامي ورځې په موقع سعودي مشرتابه او اولس لپاره د نېكو هيلو په څرګندونه د سپ??كر مننه وكړه۔ ده ووئيل سعودی عربستان پاكستان خپل مخلص ملګرے او ورور هېواد ګڼي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا د هرې تېرېدونكې ورځې سره لا مضبوطېږي۔ سعودی سفیر سپ??كر ته د سعودي عربستان لخوا د پاكستان په سماجي څانګو كښې د مرستې روانې ساتلو باور هم وركړو
سپيكر راجه پروېز اشرف سره د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي ملاقات ٬ په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه
Emperor's Favor APP game official website
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا