اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي حكومت كفايت شعارۍ ته پام لرنه كوي ٬آئي اېم اېف سره به ډېر زر معاملات ترسره شي٬د تېر وخت څخه په زده كړه كولو به مونږ له وړاندې تلل وي٬اتحادي حكومت د هېواد ښه والي لپاره شپه او ورځ هڅې كوي٬د سركاري افسر ٬ د يو پاكستاني په توګه او په خاص توګه د حكومتي مشينرۍ٬سياستمدارو٬بيورو كريټس او صوبائي برخو پشمول زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه وار?? ده چې د هېواد او قام د ورامخې ته مسئلو او چېلنجونو مخ نيوي او د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره به د اتحاد او د قربانۍ جذبې مظاهره كول وي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ده ووئيل په غونډه كښې د وفاقي كابينې د غړو هركلے كوم٬د كابينې غونډې دا مهال ټولو له خيال ساتل پكار دي ځكه چې دا مهمه معامله ده٬ كابينې له به زمونږ په روايات او ډسپلڼ عمل كول وي٬په دې اړه به ټول غړي په تحريري توګه خبروم٬دا زمونږ د ټولو بنيادي او اجتماعي ذمه وار?? ده۔ده ووئيل زمونږ د نن غونډې ايجنډا لمبر ون د كفايت شعارۍ په اړه دے ٬د كابينې په تېره غونډه كښې د معيشت پشمول په نورو چارو مثبت او مقصدي خبرې شوې وې٬په دې د كابينې غړو په بشپړه توګه د خيالاتو څرګندونه كړی وه ۔ده ووئيل د آئي اېم اېف په پروګرام خبرې روانې دي او دا پروګرام به ډېر زر ترسره كړے شي۔وزيراعظم ووئيل نن په دې سخت وخت كښې ټول قام د يو امتحان څخه ??ېرېږي او لوي چېلنج سره مخ دے كه هغه د درآمد له امله ګران?? ده يا د آئي اېم اېف شرائط دي٬كه هغه د تېر حكومت قيصې دي چې كوم هم وجوهات وي٬مونږ له به د سركاري افسر ٬ د يو پاكستاني په توګه او په خاص توګه حكومتي مشينري٬سياستمدارو٬بيورو كريټس او صوبائي برخو پشمول د ټولو اجتماعي ذمه وار?? ده چې مونږ به د اتحاد مظاهره وكړو٬ د كوم چې وخت زمونږ څخه ??قاضا لري او هغه د كفايت شعارۍ٬سادګۍ او قربانۍ جذبه ده۔ده ووئيل د پاكستان جورېدو 75 كاله تېر شو٬لكه هغه د كال 1965 جنګ وي يا د 1971 معركه وي يا په كال 1953 كښې د كوئټه زل??له وي يا په كال 1950 كښې په لاهور كښې سېلاب وي يا دغسې د كال 2005 زل??له وي او يا د كال 2010 او 2022 سېلاب وي په دې ټولو سختو وختونو او چېلنجونو كښې غريب قرباني وركړې ٬ ده ووئېل هغوي ګرانۍ سره مخ دي٬بچو له د يو وخت په خوراك اكتفا كوي ٬د خپلو ماشومانو خواهشات شاته كولو سره د پراخه ??ړه څرګندونه كوي ۔ده ووئيل كوم خلق چې حېثيت لري٬هغه خلق كومو ته چې لوي څښتن زيات وسائل وركړې ٬هغوي له به د دې ستونزو په مهال د لوي څښتن نه د يرې كولو تر مخه ?? خپلې برخې كردار ترسره كول وي ٬آيا ټولو دا حق ادا كړے ؟ ٬دا يوه پوښتنه ده۔ده ووئيل حكومت كفايت شعارۍ ته وړومبې ترجيح وركوي۔ده ووئيل مونږ له اودرېدل پكار دي او د چېلنج مخ نيوے كول دي٬پاكستانے قام ډېر توانا دے ٬د پاكستان حكومت به په دې چېلنجونو قابو موندولو لپاره ټول وسائل كاروي۔ده ووئيل زمونږ حكومت خپل فرض ادا كولو لپاره په اخلاص هڅه كړې٬د كفايت شعارۍ او سادګۍ لپاره چې كوم پريزنټېشن وړاندې كېږي هغه د يو تن٬كنډې٬يتيم د اوښكو بندلولو خو نه شي او نه به د ګرانۍ بوج كم كړي خو د دوي به ??يل?? راپېدا شي او غصه به يې كمه شي او دا احساس به پېدا شي چې نننے حكومت٬سياستدان٬بيورو كريسي يواځې د ځان ښودلو لپاره نه بلكې د زړه نه د ايثار٬قربانۍ٬سادګۍ څرګندونه كولو له چمتو شوي۔
حكومت كفايت شعارۍ ته پام لرنه كوي٬آئي اېم اېف سره به ډېر زر معاملات ترسره شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د وفاقي كابينې غونډې ته وېنا
Wild Heist Cash APP Download
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون