ګلګت 01 ستمبر (اے پي پي)د وزيرا??ظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي سېلاب ځپليو سيمو لپاره په اعلان كړي پیكج به په ګلګت بلتستان كښې هم عمل ??ېږي او د ځپليو بحالۍ لپاره سروے به تر ټولو اول په ګلګت بلتستان كښې پېل كېږي۔په ګلګت كښې د مېډيا استازو سره په خبرو كښې ده ووئيل زمونږ كوم وروڼه او خوئېندې چې د سېلاب په نتيجه كښې په حق رسېدلې دوي لپاره وفاقي حكومت د وزيرا??ظم پېكج له مخې د 10 لكه روپو اعلان كړے ٬ هم داسې ژوبل شوو لپاره هم د پېكج اعلان شوے۔ده ووئيل دوهم پړاؤ د سېلاب ځپليو د رېسكيو كولو دے٬په درېم پړاؤ كښې به سېلاب ځپلي بحال كولې شي۔ده ووئيل په دې پړاؤ كښې به د ځپليو سيمو تفصيلي سروے كېږي۔ده ووئيل د هېوا?? په بېلا بېلو برخو كښې اوبه ولاړې دي او د سروے عمل اوس نشي پیل كېدے۔ده ووئيل وزيرا??ظم شهباز شريف به د ګلګت بلتستان د سېلاب ځپليو سيمو دوره كوي او د ګلګت بلتستان حكومت مرستې لپاره به د فنډ اعلان كوي۔
سېلاب ځپليو سيمو لپاره په اعلان كړ پیكج به په ګلګت بلتستان كښې هم عمل كېږي۔قمرزمان كائره
Unlimited Blackjack Honest Website
مضمون کا ماخذ : sorteios quina