اسلام آباد20مارچ(اے پی پی)د منصوبه ??ند?? وفاقي وزير پروفيسر ا??سن اقبال وئېلي دي پاكستان دا مهال معاشي لانګ مارچ ته ضرورت لري ٬په ماضي كښې تب??هۍ پلو په بوتللو د هېواد ډېر زيان شوے٬اپوزېشن دې په پارليمنټ كښې خپل مثبت كردار تر سره كړي دغسې چې هېواد مخ په وړاندې بوتللے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نجي ټي و?? پروګرام كښې وكړه ۔د منصوبه ??ند?? وفاقي وزير د آئي اېم اېف سره روانې خبرې اترې د ډاډ وړ وګرځولې ٬ ده ووئېل په هېواد كښې يو داسې سياسي ګوند شته چا چې د آئي اېم اېف دفتر وړاندې به مظاهره كولو په مذاكرات كښې د خنډ رامخې ته كولو هڅه كړې٬دا معاشي ترهه ګري ده ۔احسن اقبال ووئيل هېواد په مستقل توګه په قرضونو او په مرستو نشي چلېدې ٬ مونږ له به اوس خپل پیداواري صلاحيت زياتول وي او په هېواد كښې د ايكسپورټ ايمرجنسي لګولو ضرورت دے۔د يادونې وړ ده تېر كال د منصوبه ??ند?? وزارت 5 ايز فرم ورك مرتب كړے ؤ چې پكښې ايكسپورټ٬انرجي٬ايكويټي٬اي-پاكستان او انوائرمنټ شامل دي۔په 5 ايز فريم ورك عملدرآمد لپاره د منصوبه ??ند?? وزارت يو جامع منصوبه جوړه كړی او په دې اړه د ټولو وزارتونو څخه تجاويز هم اخلو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان ټولو چمبر آف كامرس له به خپل كردار ا??ا كول وي دغسې چې د كركيلې٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ او نورو څانګو كښې ويليو ايډېشن سره په دې څانګو كښې نور فعاليت راوستلے شي۔
پاكستان معاشي لانګ مارچ ته ضرورت لري ٬هېواد په مستقل توګه په پور نشو چولے ۔احسن اقبال
Ganesha Fortune Official Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : رومن دولت