اسلام آباد۔26ستمبر(اے پی پی) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د امريكا دوره سفارتي لحاظ سره ډېره زياته مهمه ګرځولې شي په كومه كښې چې هغه مهمو شخصياتو سره ملاقاتونه وكړل او د افغانستان صورتحال په شمول ئې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان نقطه نظر په زړه پورې ډول وړاندې كړو۔ د بهرنیو چارو له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 76 مه غونډه کښې د ګډون لپاره نيويارك ته ورسېد۔ هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76 مې غوندې پرانستې دستوره كښې ګډون وكړو۔ خارجه وزير په كونسل آن فارن رېلېشنز كښې د خاص مېلما په حېث ګډون وكړو او د پاك امريكا اړيكو او د افغانستان صورتحال په شمول ئې په بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان نقطه نظر وړاندے كړو۔ خارجه وزير نړيوالو ميډيا استاو سره خبرې وكړې او په بېلو چارو ئې د پاكستان دريځ وړاندې كړو۔ خارجه وزير امريكائي خارجه وزير انټوني جے بلنك سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د افغانستان په صورتحال او د شريكې خوښې په چارو غور وكړے شو۔ امريكائي خارجه وزير د انخلاﺀ په عمل كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ خارجه وزير د اروپائي ائتلاف خارجه اړيكو او سلامتيا مشر بورېل جوزف سره هم ملاقات وكړو او هغه سره ئې په دوه اړخيزه اړيكو او د ستراتيجيكي همكارۍ په شملو په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير د او آئی سی رابطه ګروپ غونډه كښې ګډون وكړو او خپل خطاب كښې ئې په كشمير كښی د بشري حقونو په ضد په روانو خلاف وزريو د پاكستان اندېښنه ښكاره كړه۔ خارجه وزير د ملګرو ملتونو 76 مې غونډې په موقعه افغانستان لپاره امريكائي استازي اېمبېسډر زلمے خلیل زاد ، د انټرنېشنل کمېټي رېډ کراس صدر، پیټر مور او د ملګرو ملتونو د كډوالو كمشنر فلیپو ګرانډی سره ملاقاتونه وكړل او د نړيوالې ورورولۍ پام ئې افغانستان كښې وده موندونكې انساني الميې پلو وګرځولو۔ د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان ، قطر ، ترکیې ، مصر ، اندونیزیا ، پرتګال ، بیلجیم ، آیرلینډ ، سویډن ، ناروې ، سلووینیا ، رومانیا ، اتریش ، فنلینډ ، جاپان او نورو په شمول د بیلابیلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره وکتل۔ خارجه وزير ټي آ ر ټي ورلډ ٬ نيويارك ټائمز ٬ الجزيره او اېسوسي اېټډ پرېس سره خبرو كښې په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان نقطه نظر وړاندې كړو۔ د بهرنیو چارو وزیر فارن پرېس اېسوسي اېشن سره ورچوئل خبرې وكړې۔ د بهرنیو چارو وزير نيويارك كښی پاكستاني امريكن ټولنې ته خطاب وكړو۔ خارجه وزير نيويارك كښې د پاكستاني ميډيا استازو سره خبرې وكړې او هغوي ئې د افغانستان رامخې ته كېدونكې وضعې سره سره په مهمو چارو د پاكستان دريځ څخه خبر كړل۔
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د امريكا دورې په مهال مهمو شخصياتو سره ملاقاتونو كښې د افغانستان وضعيت په شمول د بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه د پاكستان بشپړ نقطه نظر وړاندې كړو
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ