اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) صد?? ډاکټر عارف علوي پاکستان كښې د فلسطين سفارت دوره كړې ده او د اسرائيل بربريت او جارحيت څخه په نخښه كېدونكو فلسطينيانو سره ئې د يووالي څرګندونه كړې ده٬ ده په نړيواله ورورولۍ زور رواړو چې د اسرائيل د بربريت او غېر متناسب ردعمل كښې د زرګونو په شمېر د بې ګناه كسانو د شهادت دې غندنه وكړي٬ ده په سمدستي توګه ډز بندي كول ٬ خوراك٬ برېښنا او د اوبو نه تر محروم اولس ته دې مرسته لېږلو لپاره د بشري لارو بېرته كولو غوښتنه وكړه۔ د ايوان صد?? پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې صد?? مملکت په اسلام آباد كښې د فلسطين سفير سفير ا??مد جواد ربيع سره ملاقات هم كړے او د پاكستاني حكومت او اولس لخوا ??ې فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونه كړې۔ په دې موقع صد?? ووئيل ملګرو ملتونو له د فلسطين په ظلمونو بحث كول پكار دي ، سلامتي كونسل دې د اسرائيل ظلمونو مخنيوي لپاره قرارداد منظور كړي۔ په دې موقع د فلسطين سفير په دې سخت وخت كښې د فلسطين د سفارت په دوره كولو د صد?? پاكستان مننه وكړه او په غزه كښې د اسرائيل اقدامات ئې د فلسطينيانو نسل كشي وګرځوله۔ د دې نه وړاندې صد?? مملکت د فلسطين په سفارت كښې د غمرازۍ په كتاب كښې خپل تاثرات هم قلمبند كړل او د فلسطيني اولس سره او په وحشيانه اسرائيلي جارحيت كښې د شهيدانو كورنيو سره ئې غمرازي هم وكړه۔
صدر ډاكټر عارف علوي پاكستان كښې د فلسطين سفارت دوره
AFB electronic entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ