اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د قزاقستان صدر قاسم قاسم جومارت توکايف سره ټيلي فونې تماس ونيولو سره د توان، كركيلې، آئي ټي، ټيکسټائل او د برېښنا په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د لا پراختيا وركولو په ضرورت موافقت كړے۔ د خالي په ور?? د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د ج??ري شوې خبر پاڼې له مخې د ټېلي فوني تماس په مهال وزيراعظم ووئيل پاکستان قزاقستان سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د سېلګرۍ وده او د اولس ترمېنځه د رابطو زياتولو اهميت رامخې ته كولو سره وزيراعظم په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د دواړو هې??ادونو ترمېنځه فلائټ اپرېشن به ډېر زر پېل شي۔ په دې موقع د قزاقستان صدر پاکستان د منطقې اهم هې??اد ګرځولو سره د دوه اړخيزه اړيكو په لا پياوړتيا كښې خوښي ښكاره كړه۔ دواړو مشرانو د توان، كركيلې، آئي ټي، ټيکسټائل او د برېښنا په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د لا پراختيا وركولو په ضرورت موافقت وكړو۔ وزيراعظم د قزاقستان صدر ته د پاكستان د سركاري دورې بلنه وركړه۔
د وزيراعظم شهباز شريف د قزاقستان صدر قاسم جومارت توکايف سره ټيلي فونې تماس
Savior-Sword Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری