اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)د تعليم٬پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ كښې د كابينه كمېټۍ د اداره جاتي اصلاحاتو غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزير سيد علي حېدر زيدي٬سيد فخر امام٬زبيده جلال او د وزيراعظم د اسټېبلشمنټ خاص مرستيال محمد شهزاد ارباب ګډون كولو۔د سي سي آئي آر په سپارښتنه د منصبوه بندۍ پرمختګ او خصوصي اقداماتو ډويژن د اړخه پبلك سېكټر تنظيمونو كښې په ايګزېكټو بهرتۍ كښې د ستونزو او د تاخير جاج واخستلے شو۔كمېټۍ ته ووئيل شول د پبلك سېكټر په 68 تنظيمونو كښې140 د اعلٰی كچ چوكۍ خالي پرتې دي۔په دې تحقيق كښې د قانوني او انساني وسائلو انتظام٬د كاركردګۍ جائزه او د مسئلې حل لپاره د خذماتو ترلاسه كولو معيار پشمول د بېلو ګامونو سفارش وكړے شو۔د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل په پبلك سېكټر تنظيمونو كښې د سي اي اوز او د اېم پي سكيل په چوكو په بهرتۍ كښې تاخير زمونږ لپاره توېشناك ؤ ځكه مونږ د دغې تاخير اصل سبب معلومولو له دا مطالعه شروع كړه۔په دې حقله به وفاقي كابينې له بريفنګ وركولے شي
د وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ كښې د اداره جاتي اصلاحاتو په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : números quina hoje