اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي عمران خان له به اېن آر او نه وركوٶ٬ چې دړكې او ډكټېشن وركوي نو ھغه سره خبرې اترې نه شي كېدې، عمران خان كه سل كاله هم تياري وكړي اولس ھغه مسترد كړے ، موجوده حکومت به خپله آئيني موده ترسره كوي، الېکشن به په اګست كال 2023 كښې كېږي، عمران خان دې تر ھغې انتظار وكړي، عمران خان مونږ بېلك مېل كولے نشي٬ د عمران خان ذهني حالت اندېښمن دے٬ ھغه بايد د سكون ګولۍ خوري او آرام دې كوي٬ اولس دې هم په سكون پرېږدي او مونږ دې هم په سكون د اولس خدمت ته پرېږدې۔ د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزيرې ووئيل په عمران خان چې كله د سكون د ګولۍ اثر ختم شي نو بيا د ټي وي په سكرين رامخې ته كېږي٬ ھغه ته مشوره وركوٶ چې په داسې ذهني حالت كښې بايد سكرين له نه راځۍ۔ وفاقي وزيرې ووئيل كه څلور كاله عمران خان خپله خله بنده ساتلې وه او د پاكستان د اولس ئې خدمت كړے ؤ نو نن به ئې د خپلې ناكامۍ ماتم نه كولو ، څلور كاله ھغه په اقتدار كښې ٶ٬ ھغه اولس ته ريليف وركولے شو، نن ترې اولس پوښتنه كوي چې ده څلور كاله اولس لپاره څه كړي چې بيا اقتدار غواړي ۔ دې ووئيل عمران خان وئيل كه زما په دريو كښې دوه برخې اكثريت نه وي نو زه به بيا الېكشن كوم، ولې؟ ته خو اولس مسترد كړے، ته اولس ته يو كروړ نوكرۍ او پنځوس لكه كورونه ورنه كړے شول، نه دې كوم سړك٬ روغتون يا پوهنتون جوړ كړو، نه دې هېواد د مدينې رياست جوړ كړو، تا ته بيا اقتدار څه له پكار دے، ولې د پاکستان اولس يو ځل بيا په تا اعتبار وكړي؟ وفاقي وزيرې ووئيل عمران خان ته كه د ماډل ټاٶن په پرېكړه څه ابهام يا اعتراض لرٶ نو ھغه څلور كاله وزيراعظم ٶ، بزدار صاحب د پنجاب وزيراعليٰ ٶ، ولې نن د خپلې ناكامۍ ماتم په ټي وي كوي۔ د اطلاعات وزيرې ووئيل عمران خان د سوله ايز مارچ اعلان كړے ٶ٬ نو بيا وسله او كوتكې ولې جمع كېدې، ولې ئې تشدد كړے، د ھغه په احتجاج كښې يو كانسټېبل شهيد شوے چې پنځه بچي ئې لرل۔ مريم اورنګزېب ووئيل د عمران خان د كال 2014 دهرنا اولس ته ياده ده ٬ كله چې د پوليس سرونه مات كړے شوي وٶ٬ سركاري املاك ته ئې زيان رسولے ؤ ۔ دې ووئيل سپريم کورټ پرېكړه كړې وه چې عمران خان دې په اېچ نائن كښې جلسه وكړي ٬ خو دوي دومره ناكامه وٶ چې په اېچ نائن كښې ئې يوه جلسګۍ قدرې ونه كړې شوه۔ دې ووئيل عمران خان د خونړي مارچ اعلان كړے ؤ٬ كله چې د سپريم كورټ پرېكړه رامخې ته شوه نو هغه د مېټرو بس سټېشن ته اور ورته كړو، اونو ته ئې اور ولګولو ٬ په ډي چوك كښې ئې ټائرونه وسوځول۔ دې ووئيل سركاري املاك ته زيان رسول٬ د وسلې سره احتجاج كول، ګولۍ او كوتكې جمع كول او بيا د احتجاج كال وركول هېڅ جمهوري حق نه دے ۔ دې ووئيل عمران خان خپل كاركنان په سړكونو جمع كول او پخپله په چورلكه كښې ګرځېدو٬ د خېبر پښتونخوا پارلماني غړو ته 35 ٬ 35 لكه روپۍ وركړې شوي خو دوي 35 زره كسان جمع نه كړے شول۔ وفاقي وزيرې ووئيل عمران خان وائي زمونږ تياري نه وه٬ كه تياري ئې نه وه نو دلته څه له راتللو، د دوي تياري وسله جمع كول وو۔ د اطلاعات وزيرې ووئيل عمران خان نن په عدليه د فشار اچولو هڅې كوي، چې ميډيا ئې په ضد خبرې كوي نو د ميډيا خلاف كېږي۔ دې ووئيل عمران خان په ميډيا هاٶسز بريدونه كړي٬ د جيو په ودانۍ د ده د احتجاج په مهال كاڼي ورول شوي٬ د سماء نيوز په خبريال بريد شوے٬ د ميډيا وېنز ته ئې زيان رسولے، د دې مونږ سخته غندنه كوٶ۔ دې ووئيل عمران خان ذهني مريض او منافق كس دے، ھغه په آئين، پارلمان، ميډيا، عدليه او ادارو بريدونه كړي، انا، تکبر او ضد ئې دومره دے او ھغه غواړي چې هر ضد ئې ترسره شي خو داسې به نه كېږي۔ وفاقي وزيرې ووئيل عمران خان ته به اېن آر او نه وركوٶ٬ ھغه سره مذاكرات نشي كېدې۔ دې ووئيل عمران خان بيا بيا د الېكشن نېټه غواري خو نو نن دې ھغه دا خبره په خپلو مازغو كښې كېښنوي چې الېكشن به په اګست كال 2023 كښې كېږي، د الېكشن اعلان به د حكومت د آئيني مودې په ترسره كېدو كېږي۔ دې ووئيل د هېواد چلولو ټهېكه ھغه چا له وركړے كېږي څوك چې تجربه لري٬ نېت ئې پاك وي٬ خپلې كاركردګۍ لپاره ورسره منصوبې وي٬ كومې چې مسلم ليګ (ن) سره وي۔ دې ووئيل نن د يوم تکبير ورځ ده٬ په نننۍ ورځ نواز شريف د هېواد سلامتيا ناقابل تسخير كړې ، نواز شريف د كوم فشار نه غېر د هند د اتومي چاٶدنو په ځواب كښې اتومي چاٶدنې كړې او نړۍ ته ئې وئيلې دي چې د هېواد په سلامتيا به كومه سودا نه كېږي۔ دې ووئيل نواز شريف د هېواد٬ اولس او قامي سلامتيا لپاره چې څه بهتر وٶ ھغه كړي، موټر وے ئې جوړې كړې، د وفاق برخې ئې د موټر ويز او د سړكونو جال د لارې يو بل سره تړلې، ھغه د وفاق برهې تقسيم كړې نه دي٬ نواز شريف روغتونونه جوړ كړي، سکولونه او د پبلک ټرانسپورټ سهولتونه ئې وركړي٬ د ترهګرۍ خاتمه ئې كړې، د 14000 مېګاواټ برېښنا منصوبې ئې جوړې كړې٬ په دې ټولو منصوبو د مسلم ليګ ن ټاپه لګېدلې۔ مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان دې آرام وكړي٬ كه د آرام ګولۍ غواړي نو مونږ ورته سپانسر كولو له چمتو يو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزيرې ووئيل په هېواد كښې دا مهال داسې وزيراعظم موجود دے څوك چې انا او تكبر نه لري، او ھغه بس يو مقصد لري چې هېواد ترقي وكړي او اولس ته ريليف وركړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل كه په سوشل ميډيا د پوليس په ضد كمپائن وچلولے شو نو عناصر به د سنګينو نتيجو سره مخ كېږۍ ٬ پوليس، قانون نافذ كوونكو ادارو د پاكستان اولس تل د شرخوښۍ نه ساتلے ، كه د دوي په ضد كوم ډول كمپائن پېل كړے شو نو دا به د زغملو وړ نه وي۔ وفاقي وزيرې ووئيل دا مهال داسې حكومت په اقتدار كښې دے كوم چې د هېواد د 90 فيصده آبادۍ نمائندګي كوي، د وفاق ټولې برخې په دې حكومت كښې شاملې دي ٬ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان دې خپله رويه او ژبه بدله كړي، په دې ژبه او رويه ھغه سره مذاكرات نشي كېدے
عمران خان له به اېن آر او نه وركوٶ٬ چې دړكې او ډكټېشن وركوي نو ھغه سره خبرې اترې نه شي كېدې، د عمران خان ذهني حالت اندېښمن دے٬ ھغه بايد د سكون ګولۍ خوري او آرام كوي٬ اولس دې هم په سكون پرېږدي او مونږ دې هم په سكون د اولس خدمت ته پرېږدي۔ مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث