اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) صدر مملکت ډ??کټر ع??رف علوي ??ئي??ي دي چې د سباٶن نړيوال نظام بايد په اخلاقيات، انصاف او بشري خواخوږۍ اډانه ولري، په اوسني ورلډ آرډر كښې دولت او طاقت ته اهميت ترلاسه دے او د انسانيت ضرورت اخلاقي اقدار دي، كاروبار كښې دې هم دا اړخونه په نظر كښې ونيولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ټېلي نار پاکستان تر سېوري لاندې د ” اخلاقيات او کاروبار” په سرخط سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړه۔ د ټيلي نار پاکستان چيف اېګزيکټو آفيسر ع??فان وهاب هم په دې موقع موجود ٶ۔ صدر مملکت په كاروباري څانګه كښې د اخلاقي اصولو اهميت رامخې ته كولو سره و??ئي?? كاروبار كښې منافعې سره سره د وركرز د حقونو تحفظ، ماحوليات او د انساني همدردۍ او انصاف اړخونه هم په نظر كښې نيول پكار دي۔ ده په نړۍ كښې د بېلا بېلو معاشي نظامونو موازنه وړاندې كولو سره و??ئي?? کاروبار منافعې لپاره كېږي خو دې سره سره نورو معاشرتي ذمه وارو ته هم پام كولو ته اړتيا ده٬ په دې لړ كښې د بل ګېټس اينډ ميلنډا فائونډيشن مثال موجود دے۔ ده و??ئي?? بدعنواني يوازې مالي نه وي بلكې د دې اخلاقي او ټولنيزه اړخونه هم وي كومو ته به چې پام كول وي، د فېك نيوز زيانونه هم زمونږ په وړاندې دي۔ صدر مملکت و??ئي?? په موجوده دور كښې ملټي نېشنل کمپنۍ د هېواد په پاليسو او پرېكړو د اثر انداز كېدو صلاحيت لري، په نړيوالو معاملو كښې مفاداتو ته ترجيح ترلاسه ده او د نړۍ امن او د انسانيت سباٶن لپاره د اخلاقي اصولو په بنياد پرېكړې كول اهميت لري، په دې تناظر كښې نړۍ يو نوي نظام ته اړتيا لري كوم چې په اخلاقيات او د بشري خواخوږۍ په اصولو اډانه وي۔ د دې نه وړاندې د ټېلي نار سي اي او عرفان وهاب د صدر مملکت ډ??كټر ع??رف علوي هركلې وكړو او د ټېلي نار په پاكستان كښې د كاروبار پېل كولو 17 كاله بشپړېدو سره سره يۍ د ادارې په نورو اړخونو رڼا هم واچوله
د سباٶن نړيوال نظام بايد په اخلاقيات، انصاف او بشري خواخوږۍ اډانه وي۔ د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي سېمينار ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ