اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي)پاكستان او برتانيې د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره د كورنيو چارو وزارت او د برتانيې هوم آفس ترمينځه روابط قوي كولو ته اتفاق كړے ۔د نهې په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله سره په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر ډاكټر كرسچن ټرنر ملاقات كړے چې پكښې د پاك برتانيه دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې شوي ۔د برتانيې هائي كمشنر د كورنيو چارو وزير په چوكۍ سنبهالولو رانا ثناﺀالله له مباركي وركړه۔د كورنيو چارو وزير په پاكستان كښې د روغتيا٬تعليم او بشري پرمختګ وده كښې د برتانيې حكومت كردار وستائېلو۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو نه علاوه په جغرافيائي٬سياسي او سيمه ايز صورتحال هم خبرې وشوې۔ډلو د دوه اړخيزه اړيكو په وده كښې د كورنيو چارو وزارت او د برتانيې هوم آفس ترمينځه روابط قوي كولو ته اتفاق كړے ۔د كورنيو چارو وزير ووئيل پاكستان برتانيې سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ده ووئيل په برتانيه كښې د مېشته پاكستانيانو د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار دے٬د پاكستان او برتانيې ترمينځه د سېلګرۍ٬تجارت او د كاروبارموقعو ډېر پوټينشل دے۔د برتانيې هائي كمشنر ووئيل د پاكستان او برتانيې ترمينځه سفارتي اړيكو قائم كېدو 75 كاله وشول ٬ده ووئيل د انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د شريكې حكمت عملۍ ضرورت دے
د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله سره په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر ډاكتر كرسچن ټرنر وليدل
مضمون کا ماخذ : گرم گرم