اسلام آباد 04نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حكومت غېر ملكي سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه اسانيې وركوي. د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د خزانې سلاكار شوكت فياض ترين او د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد ملاقات وكړو. د خزانې سلاكار وزيراعظم د مجموعي معاشي صورتحال په اړه خبر كړو. د تجارت سلاكار وزيراعظم د تركمانستان د اوسنې دورې په اړه خبر كړو. د ملاقات په مهال د تجارت سلاكار لخوا د اېران په متوقع دوره هم خبرې وشوې. وزيراعظم د منطقې هېوادونو سره د تجارتي اړيكو په مستحكم كولو زور راوړو چې ورسره به د برآمداتو په زياتولو كښې مرسته وشي. وزيراعظم ووئيل چې حكومت په كاروبار كښې د اسانې راوستلو د پالېسې له مخې غېر ملكي سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه اسانيې وركوي.
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ