اسلام آباد۔3فروری (اے پی پی) په هندي زندان كښې د بنديوان حريت لارښود ياسين ملك مېرمن مشعال حسېن ملك غوښتنه كړې ده چې پاکستانې حكومت دې د یاسین ملک په ګډون د هند په زندانونو کښې د بنديوان حریت لارښودو خوشې كولو او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو مخنيوي لپاره نړيوالې محكمې ته مراجعه وكړي۔ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د مقبوضه كشمير د متنازعه حېثيت په ختمولو او آبادۍ كښې په بدلون دې نوې قرارداد منظور او كشميرانوائے مقرر كړے شي٬ د نړۍ امن د كشمير سولييز حل سره تړلے دے ٬ په هندوستان كښې سول وار رامخے ته كېدونكے دے ٬ هندي سرمايه كارۍ به د دې سول وار د لاسه وځپلې شي۔ دې د جمعې په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو ذېلي ادارې ډائرېکټورېټ آف الیکټرانک میډیا اېنډ پبلیکېشنز (ډی ای ایم پی) تر اهتمام لاندے د كشمير يووالي ورځې مناسبت سره په انفارمېشن سروسز اكېډمي كښې د يو ورځني ډيجيټل فوټوګرافك اېنډ پېنټنګ نندارتون پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ په دې موقعه د ډائرېکټورېټ آف الیکټرانک میډیا اېنډ پبلیکېشنز ډي جي طارق محمود ، اے پی اېچ سی لارښود عبد الحمید لون ، ډائرېکټر فلم آصف الرحمان ، ډپټی ډائرېکټر فلم اېنډ اېګزبېشن فارینه مغل او د اطلاعاتو وزارت نور چارواكي موجود وو۔ ایګزېکټو ډائرېکټر ډی ای ایم پی طارق محمود په نندارتون كښی ګډون ګوؤنكو ته ووئيل ډائرېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا اېنډ پبلیکېشنز د پوهنتونونو د زده كوؤنكو لخوا د تحريك آزادۍ حوالې سره په پېټنګز مقابلو كښی غوره فن پارې نني نندارتونو لپاره ساتلې دي۔ دغسې د ډائرېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا اېنډ پبلیکېشنز لخوا د تيار كړې شويو “کشمیر بلیک آؤټ”او”سټوری آف کشمیر” دستاویزی فلمونو او د كشمري يووالي ورځې حوالې سره د “کشمیر ہمارا ہے” په عنوان نغمه هم جاري كړې شوې ده۔ او دا هم ددې نندارتون برخه ده۔ ده ووئيل مشعال حسېن ملك په دې نني نندارتون كښې د آزادۍ تحريك په غوره ډول رامخې ته كړې دې۔ ده وئيل عكس نړۍ له اصل حقيقت څخه خبروي۔ ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې نن د قيامت منظر دے٬ مونږ له به خپل نسل ته دا وئيل وي چې هند له تېرو 75 كلونو څخه په كشميري اولس ظلم كوي۔ په مقبوضه كشمير كښې بشپړه بلېك آؤټ دے ٬ څوك داسې نشته چې د هندوستان د ترهګرۍ مخه ونيسي۔
پاکستان دې د یاسین ملک په ګډون په هندي زندانونو کښې د بنديوان حریت لارښودو خوشې كولو او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو مخنيوي لپاره نړيوالې محكمې ته مراجعه وكړي۔ مشعال حسېن ملك
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب