اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د اردن د شاهي كورنۍ په بلنه د ولي عهد حسېن د واده په دستوره كښې ګډون لپاره اردن كښې دے۔ دا خبرې د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ په پرېس برېفنګ كښې كړې۔ دې ووئ??ل د اردن دورې نه پس به خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د عراق د نائب وزيراعظم او خارجه وزير ډاکټر فواد حسېن په بلنه د پنځم نه تر اووم جون د عراق دوره كوي۔ دا به د خارجه وزير د عراق وړومبۍ دوره وي، د دورې په مهال به خارجه وزير د عراق قيادت سره ملاقات كوي٬ د عراق خپل همڅنګ سره په ملاقات كښې به ډلې د شريكې خوښې په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه كوي او د د??ه اړخي??ه مرستې لارې به لټوي۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به پاکستان زائرينو سهولت لپاره په کربلا كښې زائرينو لپاره د سينټر جوړولو باضابطه اعلان كوي د سفارت د كمپلېكس د بنياد به تيګه ږدي۔ خارجه وزير د عراق دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تعليم څانګې ،كلتوري مرستې او د ويزه سهولت پحقله په يو شمېر لوظنامو لاسليك هم متوقع دے
خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د اردن د شاهي كورنۍ په بلنه د ولي عهد حسېن د واده په دستوره كښې ګډون لپاره اردن كښې دې۔ خارجه دفتر
Santa’s Gift Rush Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز