اسلام آباد۔16اپریل (اے پی پی) پاکستان او ??عو??ي عربستان سرمايه کارۍ سره اړوندې چارې مربوط كولو او د دې عملي کولو لپاره دوه اړخيزه تګلارې ته حتمي شكل وركړے دے۔ په دې لړ كښې پاك – ??عو??ي سرمايه كاري كنفرنس د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې وشو۔ د ??عو??ي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال??عو?? په مشرۍ كښې د اعلی كچې ??عو??ي پلاوي په كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ خارجه وزير اسحاق ډار سپېشل انوسټمنټ فېسيليټيشن کونسل كښې ??عو??ي پلاوي ته هركلې ووې۔ د خارجه دفتر وياندې له مخې خارجه وزير اسحاق ډار په خپل خطاب كښې د پاكستان او ??عو??ي عربستان ترمينځه په ژورو اړيكو او په شريكو ستراتيجيكي ګټو زور راوړو۔ ده د دوه اړخيزه ستراتيجيكي او اقتصادي همكارۍ په اهميت او دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې د ??عو??ي سرمايه كارۍ په مهم كردار رڼا واچوله۔ ده ووئيل د اېس آئي اېف سي پلېټ فارم مقصد د سرمايه كارۍ عمل لپاره لاره هوارول او تندۍ سره فيصله سازي باوري كول دي چې ورسره به په پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې چاپېريال ته وده ترلاسه شي۔ ده د كركيلې ٬ آئي ټي او د كانونو كنستلو په څانګو كښې په پاكستان كښې پراخا موقعې په ډاګه كولو سره ??عو??ي سرمايه كارو ته په دوه اړخيزه ګټوره همكارۍ كښې د شاملېدو بلنه وركړه۔ خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه په مضبوطو اړيكو د باور څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه اېس آئی اېف سی چارواكو د پاكستان د معشيت په مهمو څانګو كښې د ممكنه او د سرمايه كارۍ په موقعو مشتمل بشپړه بريفنګ وركړو۔ ??عو??ی فريق په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ماحولياتي نظام ښه كولو كښې خوښي ښكاره كولو سره د ??عو??ی عربستان سرمايه كارۍ /کاروبار سره د اړوندو مسئلو سولييز حل كښې د اېس آئي اېف سي د كردار ستائنه وكړه او د پاكستان په مهمو څانګو كښې سرمايه كارۍ كښې يۍ ژوره خوښي ښكاره كړه۔ د پاكستان لخوا د ??عو??ي عربستان د ممكنه اربونو ډالرو سرمايه كاري تندۍ سره مخ په وړاندې بوتللو كښې د زياتې نه زياتې مرستې او آسانۍ رامخې ته كولو باور وركړے شو۔ په دې موقعه دواړو فريقو د اعلانونو په كوټلې اقتصادي نتيجو كښې بدلولو له په فعاله كچه سرمايه كارۍ سره اړوندې چارې مربوط كولو او په دې عملدرآمد له د دوه اړخيزه نفاذ تګلارې ته هم حتمي شكل وركړو
پاكستان او سعودي عربستان سرمايه كارۍ سره اړوندې چارې مربوط كولو او په دې عملدرآمد له دوه اړخيزه تګلارې ته حتمي شكل وركړو٬ خارجه دفتر
Monkey King Legend Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا