اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) د كامن ويلتھ مبصر ګروپ مشر ډاكټر ګډلل?? جوناتھن وئيلي دي په پاكستان كښې ټولټاكنې 2024 په زړه پورې چاپېرچل كښې ترسره شوې٬ د ټولټاكنو په سولييز ??ول ترسره كېدو پاكستان ته مباركي وركوؤ٬ د ټولټاكنو عمل په مهال د اولس د حوصلې او عزم ستائنه كوؤ٬ پولنګ عملې ٬ سياسي ګوندونو ٬ كانديدانو ٬ د دوئي ايجنټانو او امنيتي ادارو ته د ټاكنو عمل په مهال د غوره كردار په ترسره كولو دوئي ته د عقيدت پېرزوينې ډالۍ كوؤ۔ د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې د کامن وېلتھ مبصر ګروپ مشر ډاكټر ګډلک جوناتھن ووئيل چ?? مونږ او زمونږ استازو د كال 2024 ټولټاكنو مشاهده وكړه٬ خلك لويه شمېره كښې ووټ كارولو له راووتل٬ الېکشن مېنجمنټ سسټم ډېر ښه وو۔ ده ووئيل د الېكشن كمېشن عملې هم په پېشه ورانه ??ول كار وكړو۔ ده ووئيل مونږ د کراچۍ، ملتان، حېدر آباد، فیصل آباد بېلو پولنګ سټېشنونو دوره وكړه ٬ زنانه عمله مو هم په پولنګ سټېشنونو په ښه ??ول كار كولو وليدله۔ ده ووئيل د نړيوال مبصر په توګه زمونږ خپل معيارات دي ٬ د كوم خبر د ترديد يا تصديق پابند نه يؤ۔ ده د ټاكنو په ورځ په امنيت د مامور ځينو اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل مونږ وليدل چ?? په پولنګ سټېشن تعينات عمله پېشه وره وه او خپل خذمات يۍ په غوره ??ول ترسره كول۔ ده ووئيل پولنګ په ټاكلي وخت ماښام 5 بجې بشپړ شو٬ دغې څخه وروستو هم د پولنګ په احاطه كښې ولاړو كسانو ته د ووټ اچولو حق وركړے شو۔ د هر يو پولنګ ستېشن مخې ته فارم 45 ولګولې شو۔ ده ووئيل د انټرنېټ او موبائل سروسز بند پ??تې كېدو له كبله پریذائیډنګ آفسرانو دا فارم ریټرننګ آفسرانو ته په روايتي طريقه ورسولو چې ورسره نتيجو ته حتمي شكل وركولو كښې ځينې ستونزې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل د ټاكنو د نتيجو مرتب كولو عمل بشپړ شوے دے٬ پاكستاني اولس ته اپيل كوؤ چې د صبر او زغم جاري وساتي او په كومه معامله چې تحفظات لري هغه دې د وضعه كړې شوې تګلارې د لارې حل كړي۔ د تېرو ټولټاكنو په مقابله كښې د غوره ليګل فرېم ورك تشكيل كولو له د شويو هڅو ستائنه كولو سره ده هيله ولرله چې دا لړۍ به روانه وي او دولت مشتركه به په دې لړ كښې مرسته جاري ساتي۔
د ټولټاكنو 2024 په سولييز ډول ترسره كيدو پاكستان ته مباركي وركوؤ٬ د ټاكنو عمل په مهال د پاكستاني اولس د حوصلې او عزم ستائنه كوؤ٬ د كامن ويلتھ مبصر ګروپ مشر ډاكټر ګډللك جوناتھن خبري كنفرنس
Huge Treasure Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا