اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي مونږ د ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيكې غواړو٬هند زمونږ ازلي دښمن دے٬مونږ غواړو چې هغه آبدي دښمن جوړ نه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ شخصي ټي وي چينل سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د اړي په پېښه هند بې بنسټه تورونه لګولي او هېڅ ډول ثبوت يې وړاندې نه كړو۔ده ووئيل هند دا پېښه د مقبوضه كشمير وضعې څخه د پام ګرځولو لپاره راجوړه كړې۔ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د ظلم انتها كوي او بې ګناه كشميريان شهيدان كوي۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان تل د كشميريانو خود اراديت مرسته كړې او وزيراعظم د ملګرو ملتونو پشمول په ټولو مهمو فورمونو د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كړي او د نړيوالو لارښودو سره ئې ملاقاتونه هم كړي۔ده ووئيل وزيراعظم تل د زغم پالېسي خپله كړې او د امن لپاره يې هڅې كړې ځكه چې مونږ په سي??ه كښې امن غواړو كوم چې نړۍ هم ستائلې۔ده ووئيل زمونږ سول او عسكري قيادت افغانستان كښې امن لپاره هم په زړه پورې كار كوي او دې ل??اره په زړه پورې هڅې هم شوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستانے قام د خپلو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے ??و زمونږ ځواكونه د كوم هم جارحيت بشپړ ځواب وركولو صلاحيت لري۔ده ووئيل څوك چې هم پاكستان ته زيان رسو?? هغه به هم محفوظ نه پاتې كېږي۔ده ووئيل هند دا وخت د فشار ښكار دے ځكه داسې خبرې كوي۔خواجه آصف ووئيل مونږ د كشميري اولس خود اراديت لپاره لوظي يو او د كشميريانو مسئله به په هر نړيوال فورم پورته كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزيراعظم امريكې ته د تللو نه وړاندې سرلښكر سره هم ملاقات كړې ؤ۔هغه دا وخت په ملګرو ملتونو كښې په يو مهم جنګ كښې بوښت دے ??و د ټولې نړۍ پھ وړاندې د پاكستان دريځ وړاندې كوي
مونږ د ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيكې غواړو٬هند زمونږ ازلي دښمن دے٬مونږ غواړو چې هغه آبدي دښمن نه شي
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے