اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي مونږ ته د آئين او قانون سرلوړۍ درس راكوونكي پخپله د اعلٰی عدليه پريكړې نه مني ٬ كوم عدالت چې نواز شريف ته په طبي بنيادونو د 8 اونو ضمانت وركړے هم هغې عدالت د هغه درخواستونه مسترد او سزاګانې بحال كړي٬د نواز شريف بېرته د راوستلو په ګارنټي نه پوره كولو شهباز شريف د اپوزېشن ليډر پاتې كېدو كوم حق نه لري۔هغه د ګل په ورځ د وزيراعظم پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان سره په پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته خطاب كولو۔وزيرمملكت فرخ حبيب ووئېل يو پلو مونږ ته د قانون او آئين سرلوړۍ درس راكوي بل خوا هغه عدالت چا چې په طبي بنيادونو د 8 اونو ضمانت وركړے ؤ او په دائر درخواستونو ئې د نواز شريف سزا معطل كړې وه هم هغغې عدالت اوس درخواستونه خارج كولو سره ايوان فيلډ٬العزيزيه ريفرنس كښې سزګانې بحال كړي۔ده ووئيل د آئين او قانون سرلوړۍ درس وركوونكو كښې تضاد موجود دے٬هغوي په عدالتي پريكړه د عمل كولو څخه ډډه كوي۔ده ووئيل د كيلبري فونټ جعلي ټرسټ ډېډ او د قطري خط نه علاوه هغوي سره هېڅ نشته٬ نواز شريف چې په كومو ماڼو كښې ژوند تېروي د هغې هېڅ رېكارډ نشته۔ده ووئيل شهباز شريف د نواز شريف بېرته راوستلو ضامن ؤ او د شپی يې د تېښتې كولو هڅه كړې۔ده ووئيل شهباز شريف په غونډه كښې څو ساعت نصيحت كوي او خپله نصحيت نه اووري۔ده ووئيل مريم صفدر وئېلي دي چې نواز شريف بالكل سم دے٬هغه ته دې اېن آر او وركړې شي بېرته به راشي۔ده ووئيل عمران خان يوازنے ليډر دے چا چې په بهرنو هېوادونو كښې كوم جائيداد نه دے اخستے او خپلې اثاثې يې پاكستان ته راوړي٬ د پبلك آفس نه لرلو باوجود ئې هم د 40 كلونو رېكارډ وړاندې كړے او 60 دستاويزات يې جمع كړي په دې كښې كوم جعلي ټرسټ ډېډ يا قطري خط نه ؤ ځكه عدالت عمران خان صادق او امين ګرځولے۔ده ووئيل نواز شريف په لندن كښې ناستې سره الطاف حسېن جوړیدې شي٬نيلسن مينډيله نه ٬اوس د هغه خوښه ده چې الطاف حسېن جوړېدل غواړي يا پاكستان ته په راتګ عدالتونو ته وړاندې كېدل غواړي
مونږ ته د آئين او قانون سرلوړۍ درس راكوونكي پخپله د اعلٰی عدليه پريكړې نه مني٬نواز شريف په لندن كښې الطاف حسېن جوړیدې شي نيلسن مينډيلا نه۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha