اسلام آباد 22 نومبر(اے پی پی)د تعليم او پيشه وره تربيې نګران وفاقي و??ير مدد علي سندهي و??ېلي دي د سعودي عرب لپاره د پاكستاني اولس د مينې او حترام هېڅ حد نشته٬د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه اړيكې د پاكستان تر ټولو مضبوطه رشته ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د مسجد الحرام امام او خطيب ډاكټر صالح بن عبدالله الحميد سره د ملاقات په مهال كړې۔مدد علي سندهي د كعبه امام تود هركلے وك??و۔ وفاقي و??ير ووئيل دواړه هېوادونه په كلتوري٬مذهبي او تاريخي رشتو تړلې شوي٬سعودي عرب د پاكستاني اولس لپاره د دوهم كور دے۔ده ووئيل د مكه او مدينه په سبب د سعودي عرب سره د مينې او احترام انداز لګولې نه شوو ۔ده ووئيل اسلامي نړۍ د نړيوالو مسئلو حل كښې د سعودي عرب كردار ستائي۔وفاقي و??ير ووئيل د اسلامي تعليمات سره په خاص توګه سيرت النبي(ص)ته پام لرنه كوو ٬ د سيرت النبي(ص)حقيقي تعليمات د لارې مونږ خپل قام ته سم تعليم وركولې شو او دا خبره باوري كولې شو چې په سمه لاره روان شي۔ده ووئيل د سعودي او پاكستان پوهنتونونو په اشتراك سره به يو خاص تحقيقي مركز جوړولې شي كوم كښې به چې د سيرت النبي(ص) په خاص توګه سياسي او سماجي اصلاحات ته پام لرنه كولې شي ۔وفاقي و??ير ووئيل د تعليم چوكۍ سنبهالولو نه پس د تعليم معيار٬ سكول ته د نه تلونكو ماشومانو شمېره كښې كمے او په سيرت النبي(ص)تحقيق ته ترجيح وركړی شوې۔په دې موقع د مسجد الحرام امام او خطيب ډاكتر صالح بن عبدالله الحميد ووئيل د مدينې رياست زمونږ لپاره يو غوره مثال دے د كوم په نقش تلګ سره چې مونږ ټولې مسئلې حل كولې شو۔د دواړو هېوادونو يو بل ته په نزدې كوېدو كښې د تعليم وفاقي و??ير كردار وستائېلو۔ده د پاكستان په پبلك ايجوكېشن سيكټر كښې د اصلاحات لپاره د مدد علي سندهي د خوښۍ لرلو ستائنه هم وكړه۔ده ووئيل زه د 20 كلونو څخه زياتې مودې راهيسې پاكستان ته راځم او اوس پاكستان د كور غوندې محسوسېږي۔ده ووئيل زما استاد چا چې ماته قرآن ښودلے هغه هم پاكستانے ؤ ۔ده ووئيل دواړه هېوادونه د وروڼو غوندې دي او دا رشته به تل هم ??غس?? قائم وي۔
د تعليم او د پيشه وره تربيت وفاقي وزير مدد علي سندهي سره د مسجد الحرام امام او خطيب ډاكټر صالح بن عبدالله الحميد ملاقات
Medusa Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب