اسلام آباد۔7اګست(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان ته د الېكټرانك ووټنګ مشين فعاليت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير سناتور شبلي فراز وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔ وزیر اعظم عمران خان د الېكټرانګ ووټنګ مشين په جوړولو كښې د سائنس او ټېکنالوجي وزارت كاركردګي وستائله۔ په دې موقعه وزيراعظم د الېكټرانك ووټنګ مشين د لارې د رائې كارولو عملي څرګندونه وكړه۔ د الېكټرانك ووټنګ مشين نه وتلې ووټ به كارولې هم شي۔ د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير خپل بريفنګ كښې ووئيل د الېكټرانك ووټنګ مشين سافټ ويئر د اعلی معيار له مخې جوړ كړے شوے او دا مشين انټرنېټ ته حاجت نه لري
مضمون کا ماخذ : números dupla sena